دجاپان لویې زلزلې غټه مرګ ژوبله اړولې

دجاپان لویې زلزلې غټه مرګ ژوبله اړولې

نن د جاپان په شمال ختېځو ساحلی سېمو کې د ۸،۹ درجو په قوت ېوه ډېره پېاوړی زلزله وشوه چې٢٠٠ کسان ېې ووژل. د زلزلې له امله لس مېتره لوړې څپې دسمندر نه راپورته شوې او ډېرکوورنه، موټرې، او وړې کېښتئ ېې لاهو کړې.

دومره سخته زلزله په جاپان کی د تېرو سلو کلونو په دوران کی نه وه شوې . جاپاني ماموران واېې ډېر امکان شته چې د مړو شمېر به نور هم زېات شي.ډېري ساحلي برخې په اوبو کې ډوبې شوي دي

کوم وېدوېې فلمونه چی دزلزلې دراتگ نه وروسته اخېستل شوي دي ښېې چې دسمندر څپې څو ټنه خټه او د کورونو ټوټې او پارچې ساحل سره څېرمه د مېاگی د ولسوالۍ ساحلي فارمونو ته دځان سره انتقالوي.

دساحل په اوږدو کې په پراخه پېمانه تباهي لېدل کېږي. د چېبا په ولسوالۍ کې دتېلو دپاکولو ېوه ډېره غټه فابرېکه رالوېدلې ده او ډېر سخت اور په کی ولگېده.

دجاپان صدراعظم ناتو کن نن ملت ته په تلوېزون باندی وېنا وکړه او وعده ېې وکړه چې حکومت به دخپل توان سره سم کوښښ وکړي چې دخلکو سره مرستې وکړي.

دغه سخته لززله دجاپان دختېځ ساحل نه ١٢٥ کېلومتره لري په سمندر کې ١٠ کېلومتره ژوره وشوه. په توکېو کې دملگرو ملتونو داټومي انرژئ اداره واېې چې څلور اټومی بټئ دفعالېت نه غورځېدلي دي.

دامرېکې دهواېې په اېالت کې دسونامي دخبردارئ مرکز واېې چې ددغې زلزلې نه وروسته اوس په تاېوان، اندونېزېا،فلېپېن،روسې او دلاتېنی امرېکا په ېو شمېر هېوادونو کې دسونامی په نامه دسمندري طوپان دراپورته کېدلو خطر راپېدا شوی دی. دزلزلې ټکانونه په توکېو کې هم احساس شوي دي او څو ځاېه اور ولگېده.