جاپان د روغتیا برخه کې له افغانستان سره مالي مرسته کړې

جاپان د افغان ماشومانو او میندو د روغتیا لپاره نهه میلیونه ډالرو مرسته کړې.

په کابل کې د جاپان سفارت په یوه اعلامیه کې، چې د دوشنبې په ورځ «لیندۍ په ۱۲ مه» یې خپره کړې، ویلي، چې د ۹.۱ میلیونو ډالرو دغه نوې مرسته به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې یونیسف او د جاپان د نړیوالو مرستو د ادارې "جایکا" له لارې به د افغان ماشومانو او میندو د روغتیایي خدمتونو په مصرف ورسېږي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي:" دا مرستې به یونیسف او د هغې شریکباڼو ته د دې امکان په لاس ورکړي، چې ۱.۴ میلیونه ماشومان د کتلوي معافیت د پروګرام له لارې واکسین کړي، د پنځه کالو څخه د ښکته عمر لس میلیونو ماشومانو ساتنه وکړي او همدارنګه ۲.۸ میلیونه میندو ته د زېږون پر مهال د ټیټانوس ضد واکسین ورکړي".

د جاپان سفارت د وینا له مخې دا پیسې به د درییم تلپاتې پرمختګ (SDG3) سره د مرستې ترڅنګ د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ له منځه وړلو کې هم ورڅخه کار واخیستل شي.

له دې مرستې به د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ له منځه وړلو کې هم کار واخیستل شي

په کابل کې د جاپان سفیر متسوجي سوزوکا د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر فیروزالدین فیزوز سره ددې مرستې د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، جاپان هڅه کوي، چې افغانستان د ښځو او ماشومانو لپاره په یو مصون ځای بدل شي، چې د همدې له امله دا هېواد د یونیسف سره مرسته کوي.

افغانستان د نړۍ په هغو دریو هېوادونو کې شامل دی، چې لا هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي د دغه هېواد د ماشومانو ژوند ګواښي.

سږکال په افغانستان کې تر اوسه د پولیو شل پېښې ثبت شوي دي، د پولیو د دغو پېښو له نیمایي زیاتې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ثبت شوي دي.

دا مطلب هم ولولئ په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۰ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د مرستې د لاسلیک وروسته وویل، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د ماشومانو او میندو د ژوند د ژغورلو په برخه کې ډېرې موثرې وې او په ۲۰۰۱ کال کې چې په هرو زرو افغان ماشومانو کې ۱۹۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکوه، دا شمېر په ۲۰۱۵ کال کې ۵۵ تنو ته راټیټ شوی دی.

ډاکټر فیروز الدین فیروز

ښاغلي فیروز وویل: "د ژوند په لومړیو پنځه کلونو کې تر ډیره د مړینې مخنیوی د درملنې وړ دی او ماشومانو ته د کفایت لرونکي واکسین ورکول د ماشومانو د مړینې په مخنیوي کې د یوې ښه وسلې په توګه کار اخیستلای شي."

جاپان د ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان سره ۶.۶ ملیارډو ډالرو وړیا مرسته کړې ده، چې په زېربناو، کرهڼې، د کلیو د پراختیا، پوهنې او روغتیا په پروګرامونو کې په مصرف رسېدلي دي.