د نړۍ تر ټولو غوره او خوار پاسپورټونه وپیژنئ

د افغانستان او جاپان پاسپورټونه

جاپانی پاسپورټ په ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ تر ټولو معتبره پاسپورټ پیژندل شوی چې ۱۹۰ هیوادونو ته پرې بې له ویزې سفر کیداې شي.

جاپانیان پخپل پاسپورټ بېله دې چې ویزې ته اړتیا ولري د نړۍ ۱۹۰ هیوادونو ته سفر کولې شي. له همدې کبله د هنلي په نامه یوه سازمان په ۲۰۱۹ کال کې د جاپان پاسپورټ په نړۍ کې تر ټولو غوره او با اعتباره پاسپورټ ګڼلی دی.د هنلي په ډلبندۍ کې تیرکال هم جاپاني پاسپورټ لمړی ځاې درلود.

د سهیلي کوریا او سنګاپور پاسپورټونه دوهم، د فرانسې او جرمني پاسپورټونه دریم او د ډنمارک، فنلنډ، ایټالیا او سویډن هیوادونو پاسپورټونه څلورم با اعتباره پاسپورټونه پیژندل شوي دي.

د جګړه ځپلو افغانستان او عراق پاسپورټونه د نړۍ تر ټولو خوار پاسپورټونه بلل شوي چې د ګوتو په شمار هیوادونه ته پرې بی له ویزې سفر کیداې شي. د پاکستان پاسپورټ په دغه کتار کې ۱۰۲ او د ایران پاسپورټ په ۹۶ مقام کې ډلبندي شوي دي.

په تیرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان د پاسپورټ اعتبار

د هنلي شرکت مشر کرسشن کلین وایي چې د دغه لست په سر کې څلور آسیایي هیوادونه دي او وجه یې د یو بل پر وړاندې ددغو هیوادونو دوستانه پالیسیو پالل دي. هغه وایي چې دغه پالیسۍ نه یواځې چې دوي ته مسافرتونه آسانه کوي بلکې اقتصادي فرصتونو او ودې ته هم لاره خلاصوي.