جاپان کې روباتونه بوډاګان ساتي او پالي

په توکیو کې د شینتومي په نامه د ډیر عمر لرونکو کسانو د ساتنې په مرکز کې موجود کسان د روبات لارښونې عملي کوي.

په جاپان کې د ډیر عمرلرونکو کسانو د ساتنې مرکزونه بوډاګانو سره د مرستې او هغوی ته د تفریح برابرولو له روباتونو کار اخلي.

په توکیو کې د بوډاګانو او زړو خلکو د ساتنې په یوه مرکز کې د پېپر په نامه یوه روبات کارول کیږي.

د پېپر روبات د هغو ډیرو الکترونیکو وسایلو له جملې څخه دی چې د زړو د ساتنې مرکزونه ورڅخه ګټه اخلي او همدغه راز د پارو په نامه یو بل روبات هم له لویانو سره خبرې کوي او وخت یې ښه تېروي.

د شینتومي په نامه مرکز له ٢٠ بیلابیلو روباتونو او الکترونیکي وسیلو څخه د لویانو د ساتنې او مراقبت لپاره کار اخلي.

د رویټرز آژانس خبریال ملکم فاستر وايي" د لویانو د ساتنې په خونو کې ځکه له روباتونو کار اخیستل کیږي چې د چاپان ډیر نفوس زاړه خلک دي او د کارګرو نفوس یې مخ په کمېدو دی".

جاپان د زړو خلکو د پاللو او ساتلو لپاره د مجربو نرسانو له کموالي سره مخامخ دی او ښايي روباتونه دغه تشه ډکه کړی شي. پر دې سربېره دغه هېواد د لویانو د ساتنې لپاره د روباتونو جوړولو ته د یوه لوی اقتصادي فرصت په سترګه ګوري او ډیرو شرکتونو د روباتونو د جوړولو او انکشاف لپاره په میلیونونو ډالرو پانګونه کړې ده.

د یادونې وړده چې چین، جرمني او ايټالیا هم د خپلو زړو خلکو د پاللو او ساتلو لپاره دا ډول روباتونو ته اړتیا لري.