جاپان پس له ٧٠ کلونو، بخښنه وغوښتله

د جنوبي کوریا ولسمشره پارک گوینهې (ښی لور) او د جاپان د بهرنیو چارو وزیر فومیو کیشیدا (کیڼ لور)

له دویمې نړیوالې جگړې څخه کابو اویا کاله وروسته، جاپان د دوشنبې په ورځ د کوریایي ښځو پروړاندې د خپلو پخوانیو پوځیانو د ناوړه کړو وړو له امله په رسمي توگه بخښنه وغوښتله. جاپاني پوځیانو په دویمې نړیوالې جگړې کې د نورو هیوادونو زرگونه ښځې بدلمنۍ ته اړایستې وې.

جاپان هغه مهال د کوریا او نورو هیوادونو زرگونه ښځې، د جنسي گټې لپاره ساتلې وې چې ورته هوساگرې ښځې ویل کیدې. د جاپان د بهرنیو چارو وزیر فومیو کیشیدا نن وویل چې: "د هوساگرو ښځو مسئله، د یو گڼ شمیر ښځو مسئله ده چې عزت او شرف یې ژور داغونه گاللي دي. له دې امله چې هغه وخت په دې کې د جاپان پوځیان ښکیل ول، نو د جاپان حکومت په کلکه د مسئولیت احساس کوي. شینزو آبې د جاپان د صدراعظم په توگه، یوځل بیا له ټولو هغو هوساگرو ښځو څخه چې کړاوونه یې گاللي او پر تن او روح یې داغونه لگیدلي، د زړه له تله بخښنه غواړي".

د دویمې نړیوالې جگړې له ختمیدو څخه نژدې اویا کاله تیریږي او په دې موده کې، ډیری ښځې چې جاپانیانو بدلمنۍ ته اړایستې وې، مړې شوې دي. خو لږ شمیر یې چې ژوندې پاته دي، زړونه یې نور مات شوي دي. اوه اتیا کلنه یوهي نم د هغو له ډلې څخه څخه ده، او وایي چې اوس د جاپان په دې بخښنې غوښتلو نه ده راضي، خو څه یې له لاسه نه راځي.

په سیول کې د جاپان سفارت مخې ته راغونډو کسانو غوښتل چې جاپان دې معذرت وغواړي

جوړجاړی او غبرگونونه

د جاپان او جنوبي کوریا چارواکو موافقه وکړله چې د "هوساگرو ښځو" د مسئلې په باب به د جاپان صدراعظم رسما" بخښنه غواړي او د جاپان حکومت به څه باندې ۸ میلیونه ډالره هم د پاته زیانمنو شویو کوریایي ښځو د اړتیا پوره کولو ته ورکوي.

د جاپان او د جنوبي کوریا ترمنځ د "هوساگرو ښځو" د تاریخي لانجې پر سر له موافقې وروسته، د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې که د موافقې ټول شرطونه پوره شي، نو دا لانجه به د تل لپاره ختمه شي. د جنوبي کوریا جمهورې رئیسې پارک گوینهې هم هیله وښوده چې موافقه لیک، صادقانه تطبیق شي.

بل پلو، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانگ هم د دوشنبې په ورځ په بجینگ کې خبریالانو ته وویل چې د جاپان د پخواني پوځیانو لخوا په دویمې نړېوالې جگړې کې پر ښځو باندې جنسي تیری او هغوی ځان پلورنې ته مجبورول، د بشریت پر وړاندې جنایت و، او دا ښه کار شوی چې جاپان اوس په اړه یې بخښنه وغوښته.

په دویمې نړېوالې جگړې کې جاپان د چین هیواد یو ډیر شمیر ښځې هم بدلمنۍ ته اړایستې وې، خو د بجینگ او توکیو ترمنځ د اړیکو له بیارغیدو وروسته یې بیا په اړه رسما" څه ونه ویل شول.

تمه ده چې د امریکا متحده ایالات هم د جاپان او جنوبي کوریا ترمنځ د وروستۍ موافقې هرکلی وکړي. واشنگټن تل غوښتي دي چې د توکیو او سیول ترمنځ اړیکې پیاوړې شي.

احمد فؤاد لامع