جواد ظریف: امریکا غواړي ایران په گونډو کړي

د ایران د بهرنو چارو ویز جواد ظریف تور لگولی دی چې امریکا غواړي ایران په گونډو کړي او د ایران د حکومت د لیرې کولو لپاره د تیلو د تجارت تباه کړي

جواد ظریف د امریکا ټلویژن فاکس نیوز ته په یوې مرکې دغه خبرې کړیدي. هغه دا هم وویل چې "د اسرایلو د صدراعظم بنجمن نتن یاهو دویمه ډله د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن، سعودي عربستان او عربي امارات هڅه کوي ټرمپ د ایران خلاف جنگ ته ولمسوي چې هغه یې نه غواړي."

جواد ظریف زیاته کړه: "هغوي کوښښ کوي چې د خپلو اهدافو لپاره امریکا په جنگ کې ښکیله کړي چې لږترلږه د ایران حکومت بدل کړي."

جان بولټن د فاکس ټلویژن ته د جواد ظریف د تورونو په ځواب کې وویل چې "امریکا نه غواړي چې په ایران کې حکومت بدل کړي خو غواړي چې د هغوي چلند بدل شي، په خاصه توگه مونږ غواړو چې د ایران د اتومي وسلو پروگرام ور بند کړو. د ایران ولس د بهتره حکومت مستحق دي."

د ایران د یهرنو چارو د وزیر دغه څرگندونې پداسې وخت کې کړیدي چې د رویترز اژانس په یو رپوټ کې ولیکل چې جنرال کنت مککنزي ویلي دي چې "مونږ په سیمه کې له خپلو دوستانو او متحدینو سره په تماس کې یو تر څو ډاډمن شو چې د ایران د گواښ په وړاندې گډ دریځ ونیسو."

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ رئیس د ابو ظبهي له پوځي اډې نه په یو خپور شوي پیغام کې همداشان وویل چې "مونږ به وړتیا ولرو چې په اغیزناکه بڼه غبرگون وښیو".

د ایران او امریکا اړیکې د هغه وخت وروسته خرابې شویدي چې ولسمشر ټرمپ د ایران سره د پخواني ولسمشر اوباما د وخت د اتومي وسلو د تړون نه ووت او په ایران یې تور ولگاوه چې ایران د دغه تړون شرایطو ته درناوې نه کاوه.