سیشن: د روسیې د سفیر سره ملاقات کوم غلط کار نه و

د امریکا لوی څارنوال جیف سیشن پرون د سه شنبې په ورځ د سنا د استخباراتو کمیټې ته په استماعیه غونډې کې ویلي چې تیر کال یې د روسیې د سفیر سره په واشنگټن کې ملاقات کوم غلط کار ندی کړی. او هغه تورونه چې د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هغه د مسکو سره کوم ډول روابط لرل، په مطلق ډول دروغ دي.

ښاغلي سیشن د سنا استخباراتي کمیټې ته په وینا کې وویل چې هغه د تیر کال د جمهوری ریاست د انتخاباتو په دوران کې د ډونالډ ټرمپ د کمپاین د ټیم د روسیې سره د ممکنه روابطو د جنایي تحقیقاتو د جریان نه ځان ځکه لیرې ساتو چې دعدلیې د وزارت د اصولو نه سرغړونه و نشي. سیشن د ټرمپ د انتخاباتو د کمپاین مشاور و.

لوی څارنوال سیشن وویل چې هغه اوس د امریکا د تحقیقاتي ادارې ایف بي آی د پخوانی مشر رابرټ ملر په مشرۍ د جنایي تحقیقاتو په هکله هیڅ ډول معلومات نلري.

ښاغلي سیشن وویل "زه په ښاغلي ملر اعتماد لرم." خو زیاته یې کړه چې نه پوهیږي ولسمشر ټرمپ په هغه اعتماد کوي او کنه.

داسي رپورټونه خپاره شویدي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د خاص تحقیقاتي کمیسیون د نوي مشر چې یوه میاشت مخکې یې ټاکلی دی، د کار نه په لیرې کولو غور کوي.

په ځینو موضوعاتو د تبصرې نه ډډه

ښاغلي سیشن د ځینو موضوعاتو په هکله د پوښتنو د ځوابونو نه ډډه وکړه. په هغه سوالونو کې چې سیشن یې ځواب ور نکړ ، یو یې د ولسمشر ټرمپ سره په ملاقات کې خبرې وی. سیشن وویل چې دغه شخصي خبري دي.

سیشن وویل چې هغه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرگي کسلیاک سره دوه ځله ملاقات کړیدی. یو ځل یې د هغه سره د جمهوري غوښتونکي گوند په ملي لویی غونډې کې او بل ځل په سنا کې په خپل دفتر کې لیدلې. خو د هغه سره یې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین په وخت کې ملاقات ندی شوی.

سیشن وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره یې لومړی ملاقات د امریکا د سناتور په حیث کړی و، په هغه وخت کې ولسمشر ټرمپ لا ځان د جمهوری ریاست لپاره نه و کاندید کړی.

ښاغلي سیشن وویل چې هغه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره په واشنگټن هوټل کې د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ په هکله وینا په گډه اوریدلي وه او د هغه سره خبرې یې په یاد نه دي.

ښاغلي سیشن زیاته کړه چې هغه د داسې هیڅ ډول وړاندیز په هکله څه ندي اوریدلي چې روسیه د دیموکرات گوند د کاندیدې هیلري کلنټن په مقابل کې د ډونالډ ټرمپ سره مرسته کوي.

د امریکا لوی څارنوال جیف سیشن په داسې وخت کې د سنا استخباراتي کمیټې ته خپله شاهدي ورکړیده چې داسي رپورټونه خپاره شویدي، ولسمشر ټرمپ کیدی شي د روسیې په قضیه کې د خاص تحقیقاتي کمیسیون مشر رابرټ ملر د کاره برطرفه کړي.

.