جهادیانو په سوریه کې ۱۱ حکومتي سرتیري وژلي

د سوریې د ادلیب په ولایت کې د تحریرالشام وسله والې ډلې غړي د نظامي تمریناتو پر مهال لیدل کیږي.

د سوریې د بشري حقونو څار اداره وایي جهادیانو د دې هیواد په شمال لویدیځ کې شنبه اګست ۲۶ (وږي ۴) په یوې ماهرانه حملې کې لږ تر لږه ۱۱ حکومتي سرتیري وژلي او ۲۰ نور یې ټپيان کړیدي.

د څار دا اداره چې مرکز یې په برتانیې کې دی او په سوریه کې د جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري، وایي چې برید د انصار التوحید او ترکستان اسلامي ګوند ډلو په ګډه د ادلیب ولایت په جنوبي برخو کې کړی.

د بشري حقونو دې ادارې ویلی چې لومړی جهادي ډلو د سوریې د حکومتي ځواکونو یوې اډې ته سوپ وهلی و او چاودیدونکي مواد یې پکې ځای پر ځای کړي و.

په راپور کې ویل شوي چې د چاودیدونکو موادو تر چاودنې وروسته وسله والو د حکومتي ځواکونو پدې مرکز د نورو تونلونو څخه په ګټې اخیستو بریدونه وکړل چې ګڼ شمیر سرتیرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمان د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د برید څخه وړاندې سوریې او د روسیې ګډو ځواکونو د ادلیب په ولایت کې په غرونو کې بمباري کړې چې ګمان کیږي وسله وال به پکې پټ وي خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.

په عین حال کې د سپنې خولۍ په نامه د رضاکارانو یوې ډلې ویلي چې پدې بمبارۍ کې یو کور هم په نښه شوی چې دوه ماشومان پکې وژل شوي او پنځه نور عام خلک ټپي شویدي.

په سیمه کې د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال هم ویلي چې د دوو ماشومانو د جنازې مراسم یې کتلي دي.

د سوریې حکومتي ځواکونو د روسیې په ملاتړ تیره ورځ هم پدې سیمه کې بمباري کړې وه او ویل کیږي چې ۷ جهادیان پکې وژل شوي و.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي: "په حلب ولایت کې د بشارالاسد د رژیم له خوا په دوو بمباریو کې د حیات تحریر الشام [ډلې] اوه جنګیالي ووژل شول."

د "حیات التحریر الشام" ډله له القاعده شبکې سره تړلې ده، چې د ادلب ولایت ځنې برخې او د لاذقیه، حما او حلب په ګډون د ګاونډیو ولایتونو ځینې برخې کنټرولوي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې د سوریې پوځ لومړی د حلب ولایت په لویدیځ کې د حیات تحریر الشام ډلې یو پوځي موټر په نښه کړ.

د بشري حقونو د دغه څار ډلې په وينا، کله چې دويم موټر د مړو او ټپيانو د لېږدولو لپاره راغى، دويم هوايي بريد وشو او د مرګ ژوبلې شمېره زياته شوه.

مسکو له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سوریې په جګړه کې ښکېل دی او د دغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي. روسیې د سوریې له حکومت سره د هغو سیمو د بېرته نیولو په برخه کې مرسته کړې چې په ۱۲ کلنه جګړه کې د دمشق د مخالفو یاغیانو تر ولکې لاندې وې. روسي ځواکونو په وار وار د سوریې په ادلب سیمه باندې بریدونه کړي دي.

د سوریې جګړه په ۲۰۱۱ کال کې هغه وخت پیل شوه چې د ولسمشر بشارالاسد حکومت د حکومت ضد سوله ییز لاریونونه په زور وځپل.

د سوریې شخړه اوس پېچلې شوې ده. د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې بهرنیو ځواکونو هم وردانګلي تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، او په میلیونونو نور یا په کور دننه بې ځایه شوي او یا هم د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. د سوريې په جګړه کې د دغه هېواد بنسټيزو تاسيساتو او صنعت ته سخته ضربه رسېدلې ده. روسیه او ایران په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ د حکومت ملاتړ کوي