بایډن د شمیرل شویو رایو له مخې د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو

د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنې د دموکرات ګوند کاندید، جو بایډن د یوې اوږدې او سختې مبارزې وروسته د شمیرل شویو رایو له مخې ګټړنکی اعلان شو.

جو بایډن د ولسمشرۍ په دغو ټاکنو کې ۲۷۳ انتخاباتي رایې تر لاسه کړې دي. په وروستیو درې ورځو کې د څلورو ایالتونو رایو چې شمیرنه یې لا بشپړه شوې نه وه، د ښاغلي بایډن په بریا کې غټ رول درلود.

د دغو ایالتونو له ډلې یو هم د پنسلوانیا ایالت و چې ۲۰ انتخاباتي رایې یې درلودې. ددغه ایالت په ګټلو سره د بایډن ټولې رایې ۲۷۳ ته ورسیدلې او په دې توګه د ټاکنو د ګټلو لپاره د ټاکل شویو رایو له شمیر (۲۷۰) څخه واووښت.

دا په داسې حال کې ده چې ولسشمر ډونالډ ټرمپ، دموکراتان په ټاکنو کې په درغلیو تورن کړل او ویې ویل چې که چیرته قانوني رایې وشمیرل شي نو دی به ګټونکی اوسي.

خو ولسمشر ټرمپ د خپلو دغو ادعاګانو ثابتولو لپاره کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

جوبایډن له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ پورې د امریکا د ولسمشر باراک اوباما مرستیال و او تر هغه مخکې ۳۶ کاله د دغه هېواد د سنا غړی پاتې شوی و.

د جوبایډن مرستیاله، میرمن کاملا هریس ۵۵ کلنه ده او لومړۍ تورپوستې میرمن ده چې د امریکا د ولسمشر د مرستیالې په توګه ټاکل کیږي.

میرمن هریس د کالیفورنیا په اوکلانډ کې زیږیدلې ده. پلار یې د جمیکا او مور یې هندۍ وه.

ښاغلي بایډن د انتخاباتي رایو برسیره، عمومي رایې هم ګټلې دي. بایډن ته په دغو ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ په پرتله شاوخوا ۴ میلیونه ډیرو امریکایانو رایه ورکړې ده