د ټرمپ د ملي امنیت په ټیم کې ایران مخالف شخصیتونه

جان بولټن د پخواني ولسمشر جورج بوش په دوره کې په ملگرو ملتونو کې استازی وه.

د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ریکس ټیلرسن د لیرې کېدو سره سم ولسمشر ټرمپ، جان بولټن د جنرال مکماسټر په ځای د ملي امنیت سلاکار وټاکه او بله میاشت به په کار پیل وکړي.

ښاغلی بولټن به اوس د ملي امنیت په مسایلو کې د ولسمشر ټرمپ ښی لاس وي. هغه هم په داسی وخت کې چې تمه ده ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر سره مخامخ وگوري.

ولسمشر ټرمپ د خپلې کاندیدۍ په وخت کې ژمنه کړی وه چې امریکا به د ایران سره له اټومي معاملی نه وباسي، او بولټن هم ددې موافقې سخت مخالف دی.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر جان بولټن په نظامي ځواکمنتیا باور لري.

ښاغلی بولټن وایي "تر ټولو اطمیناني لاره چې د شخړو مخنیوی کولی شي، د پیاوړي عسکري قوت لرل دي. لرغونو رومیانو به ویل: که سوله غواړی نو جگړې ته چمتو شئ"

د ولسمشر ټرمپ په کابینه کې د محافظه کارانو او د جګړه پلوي کسانو زیاتیدو په واشنگټن کې تاوده بحثونه راپارولي دي. ​

جان بولټن د افغانستان په اړه هم د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ستراتیژۍ ټینگ ملاتړی دی.

ښاغلی بولټن په دې نظر دی چې امریکایان باید په غیرمسؤلانه ډول له افغانستان څخه ونه وځي. بولټن استدلال کوي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور به ددې سبب شی چې طالبان، القاعده او پاکستانۍ افراطي ډلې لا نور قوت و نه مومي.