په افغانستان کې د جان بس ماموریت ختم شو

په افغانستان کې د جان بس ماموریت پای ته ورسېد

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سفیر جان بس ماموریت د دوشنبې په ورځ (جنوري۶) ختم شو او پر ځای یې بل سفیر ټاکل کیږي.

جان بس د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې د خپل ماموریت د ختمېدو اعلان کړی او د تېرکال په اختر کې یې له طالبانو سره د اوربند ورځې ښې خاطرې یادې کړې دي.

نوموړي هیله ښودلې ده چې: "افغان مشران او عادي افغان یو موټي شي، خپل اختلافات یوې خوا ته کېږدي او له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي په اړه ګډ کار وکړي. افغانانان او دا ښکلی هېواد یې وړتیا لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ښاغلی بس ستایلی دی چې د نړۍ یوه تر ټولو ننګونکی دپلوماتیک ماموریت یې ترسره کړ.

د دغه وزارت یو چارواکي ویلي دي: "سفیر جان بس په افغانستان کې د سپینې ماڼۍ هدف ته د رسېدو لپاره سیاسي جوړ جاړي ته کار وکړ چې ډاډ ترلاسه شي چې ترهګر به بیا هېڅکله له افغان خاورې امریکا ته ګواښ نه پېښوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بل سفیر تر ټاکل کېدو پورې راس ویلسن د سفارت شاردزدافیرې په توګه د جان بس ځای ناستې ټاکلې ده.

راس ویلسن د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له شاوخوا دریو لسیزو راهېسې کار کوي، هغه په ترکیې او آذربایجان کې د امریکا سفیره هم وه.

جانس بس په ۲۰۱۷ کې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو سفیر وټاکل شو. د هغه د ماموریت پر مهال له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې پيل شوې، په افغانستان کې موقت اوربند وشو او همدغه راز د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې هم وشوې.