جان کربي: امریکا په دې وضعیت کې د طالبانو په رسمیت پیژندلو کوم پلان نلري

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو مشر ویلي، امریکا د طالبانو په رسمیت پېژندلو هېڅ پلان نه لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو مشر ښاغلي کربي دا څرګندونې یوه اونۍ وروسته له هغې کړي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو احتمال شته.

ښاغلي کربي د پنجشنبې په ورځ ناوخته امریکا غږ ته د روسیې د دریځ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې مسکو د متحده ایالاتو د دریځ په پام کې نیولو پرته کولی شي د طالبانو اداره په رسمیت وپیژني، وویل چې امریکا په دې وضعیت کې نه ده چې د طالبانو په رسمیت پیژندنه وارزوي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا دغه مقام وویل: "زه فکر کوم چې اوسمهال د امریکا او روسیې تر منځ کافي ترینګلتیا موجوده ده او موږ ته اړینه ده چې پر هغه څه تمرکز وکړو چې ښاغلي پوتین د ټولې اروپا او ټولې نړۍ د امنیت لپاره کړي دي. روسیه کولی شي په دې اړه خبرې وکړئ چې غواړي کوم حکومت په رسميت وپېژني او که نه."

کربي همداشان وویل: "موږ په هغه پړاو کې نه یو چې وغواړو د طالبانو په هکله دا کار وکړو. هغه څه چې مونږ یې د نړۍ له هر ملت څخه غواړو، په ځانګړې توګه د هر هغه هیواد چې له افغانستان سره پوله لري دادي چې داسې پریکړې ونه کړي چې د افغانستان د خلکو ثبات او امنیت له هغه څه څخه راکم شي چې اوس ورسره مخ دي."

کابلوف تیره اوني د روسیې د یو-تلویزیوني شبکې سره مرکه کې وویل: "داسې یو نطر شته. ولسمشر [پوتین] او د بهرنیو چارو وزیر [لاوروف] د روسیې وضعیت بیان کړی دی. ټولشموله قومي سیاسي حکومت باید په دې لار کې لومړی ګام وي. پدې هکله هیڅ شئ نه پټوو او په زغرده دا خپلو افغان شریکانو ته وایو. هرڅومره ژر چې دا پیښ شي [د ټولشموله حکومت جوړیدل] د جدي بحث لپاره به یو بنسټ شتون ولري. مونږ به ددې پام کې نیولو پرته چې متحده ایالات یا نور هیوادونه څه فکر کوي، اقدام وکړو."

متحده ایالات او غربي متحدین یې هم په افغانستان کې ټولشموله حکومت چې د ټولنې د ټولو قشرونو، سیاسي ګوندونو، قومي او دیني اقلیتونو استازي په کې شتون ولري او بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري د طالبانو سره د هر ډول تعامل اساسي شرط ګڼلی دی.