هغه امریکايي ښځه چې لمسۍ ته یې خپل نس کې وده ورکړه

لور یا لسمۍ؛ هر څوک چې وي، ۵۱ کلنې امریکايي ښځې جولي لفینګ د نومبر پر دوهمه نېټه د خپلې ۲۹ کلنې لور لپاره لمسۍ وزېږوله.

د لفینګ لور بریانالاکوود او د دغه نوي زېږېدلي ماشوم بیولوژیکي مور د خپلې اومیدوارې مور او زېږېدلې لور عکسونه په ډېر عجیب ډول په دغه اومیدوارۍ سره پر خپل انسټاګرام خپاره کړي او په ډېرې چټکۍ سره د غه خبر پر ټولنیزو رسنیو لاس پر لاس شو.

بریانا د روغتیايي ستونزو له امله د اومیدوارۍ او پخپل ګېده کې د یاد جنین د لویولو توانايي نه لري، هغه چې د څو پر له پسې کلونو لپاره د زوی نه لرلو له امله کړېدله، څو ځله یې سخته او نا بریالي امیدوارۍ تجربه کړه.

ځکه ډاکترانو بریانا ته ویلي و چې د هغې د رحم دېوال زیات زیان لیدلی دی چې نوره امیدواره نشي کېدای او د اولاد خاونده نشي کېدای، له دې امله اغلې لیفنګ د خپلې لور تخمه چې د خپل زوم د سپرم په واسطه په لابراتوار کې القاح شوې وه، پخپل نس کې وده ورکړه.

په دې دلیل هغه ښځې او یا میندې چې القاح شوو تخمونو ته وده ورکوي عمرونه یې باید له ۴۰ کلونو څخه لوړ نه وي،داکټرانو په لومړیو کې د هغې د لسمۍ د ودې ورکولو وړاندیز نه منۍ،خو د دغه کورنۍ د زیات ټنیګار له امله یې ومنۍ.

د امریکا د امراضو د وقایې او کنټرول مرکز د شمېرو په اساس، په متحده ایالاتو کې د ۱۵ او ۴۴ کلنۍ ترمنځ شاوخوا ۱۲ سلنه متاهلې ښځې په مشکل سره امیدواره شوي دي او یا هم د روغتیايي ستونزو له امله یې جنین له لاسه ورکړی یا «نقصان» کړی دی.

بریانا چې زیاتې ستونزې ګاللي دي، پر انستاګرام یې په څو پرله پسې پوسټونو کې د خپلې مور له قربانۍ څخه مننه کړې او ویلي دی چې د هغې قرباني بې سارې او له صفت څخه لوړه ده.