جوز بټلر د کروناویروس بیمارانو سره مرستې لپاره خپل سپورتي کمیس لیلام کړ

د انګلنډ ملي کرکټ لوبډلې ویکټ ساتونکي، جوز بټلر خپل هغه شرټ (سپورتي کمیس) په ۶۵ زره پونډو لیلام کړ چې د ۲۰۱۹ کال د کرکټ یو ورځیو لوبو د نړیوال جام په وروستۍ لوبې کې یې اغوستی و.

بټلر دغه کار د کروناویروس سره د مبارزې لپاره د پیسو ټولولو لپاره کړی او وایي چې ټولې پیسې به د کروناویروس په وړاندې مبارزې کې مصرفوي.

د بټلر دغه شرټ‌ ددې لپاره ډیر ارزښت درلود چې هغه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام په وروستي توپ باندې د نیوزیلنډ تکړه لوبغاړی مارټین ګوپتل رن اوټ کړی و او همداراز یې په دغه لوبه کې تر ۵۰ ډیرې منډې جوړې کړې وې.

د جوز بټلر په لاس د نیوزیلنډ تکړه لوبغاړی مارټین ګوپتل رن اوټ

بټلر د دغه شرټ له خرڅیدو څخه لاس ته راغلې پیسې د رویل برمپټن او ایرفیلډ روغتون ته ورکوي. د دغه روغتون ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي دا مهال د کروناویروس د ناروغانو په درملنې اخته دي او تیره اونۍ یې له خلکو غوښتي و چې له دوي سره مرسته وکړي.

جوز بټلر په دومره اوچت قیمت باندې د دغه شرټ لیلامیدو ته خوشحالي ښودلې او د روغتون ټولو کارکوونکو کار یې ستایلی دی او هغوي ته یې د لوړې حوصلې غوښتنه کړې ده.