په افغانستان کې د عاشورا مراسمو تر سره کېدو سره هم مهاله نن دوشنبه اګست اتمه (زمري ۱۷) د کابل ښار په زیاتو سیمو کې د مخابراتي شبکو فعالیت بند شوی دی.
د کابل ښار اوسېدونکي شراف الدین امریکا غږ ته وویل چې د تیرې شپې راپدېخوا د دوی په سیمه کې ټلیفوني دستګاوې بندې شوي او انټرنټ هم کار نکوي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.
که څه هم طالب چارواکو او د مخابراتي شبکو مسؤلینو تر دا مهاله په کابل ښار کې د مخابراتي شبکو بندېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې کېدای شي یاد ګام د عاشورا مراسمو د امنیت ټینګولو په هدف اخیستل شوی وي.
د کابل ښار په ځينو سیمو کې مخابراتي شبکې پر داسې مهال بندیږي چې نن دوشنبه د کابل ترڅنګ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د افغان اهل تشیع لخوا د عاشورا مراسم تر سره کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تیرو څو روځو راپدېخوا کابل ښار د څو چاودنو شاهد و چې له امله یې ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شول.
پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ (یوناما) وايي، په کابل کې د وروستیو چاودنو له امله څه باندې ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوناما تیره شپه اګست اوومه (زمري ۱۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د عاشورا په ورځ د چاودنو مخنیوي لپاره دې د افغانانو امنیت ټینګ شي.
Following the Islamic State-claimed blasts in Kabul in recent days that killed and injured more than 120 people, the UN family in Afghanistan urges greater security for minorities so that Ashura can be marked without further attacks.
— UNAMA News (@UNAMAnews) August 7, 2022
د محرم په رارسېدو سره، کابل په تیرو دوو ورځو کې د دوو چاودنو شاهد و چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.
د طالب چارواکو په وینا، پرون د شنبې په ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند پل سوخته سیمې یو ګلدان کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. خو ځينو روغتیايي سرچینو بیا ویلي چې په دغه چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي دي.
له دې یوه ورځ وړاندې، د جمعې په ورځ هم د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند «سرکارېز» سیمه کې د چاودنې له امله د ۸ کسانو د وژل کېدو او ۱۸ نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شو.
د داعش ـ خراسان څانګې د دغه دواړو چاودنو د مسؤلیت ادعا کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) تر دې مخکې هم دغه چاودنې غندلي وې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غم شریکي ښودلې وه.
یوناما زیاته کړې ده: "حاکم چارواکي باید د ورته بریدونو مخنیوی وکړي او په اړه یې شفاف او بشپړه تحقیقات وکړي."
تیره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان هم د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې د ورته چاودنو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې جدي اقدام وکړي. ویل کیږي چې په دغه چاودنو کې افغان اهل تشیع وګړي په نښه شوي دي.