په کابل کې د دیني علماوو پر غونډې پرونۍ انتحاري حمله په پراخه کچه غندل شوې ده.
افغان حکومت، په کابل کې د امریکا سفارت، د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد، یوناما او تر څنګ یې وسله والو طالبانو دغه حمله غندلې ده.
د ارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې پر دیني عالمانو دغه حمله د اسلام او بشریت ضد عمل بلل شوی،"وحشي تروریستانو د دې ډول اعمالو په ترسره کولو سره یو ځل بیا د آنحضرت (ص) د دستوراتو خلاف عمل وکړ او د بې ګناه انسانانو وینې یې وبهولې."
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترش هم ددغه حملې په غندلو سره ویلي چې: "زه پر غیر ملکیانو نننۍ مرګونې حمله په سختو ټکو سره غندم، زما زړه له افغانانو سره دی چې د جنګ د فشار له امله ځورېږي."
I strongly condemn today’s deadly attack against civilians in Afghanistan. My heart goes out to all Afghans who have been affected by conflict, trauma and suffering. https://t.co/DydYmEzf3X
— António Guterres (@antonioguterres) November 20, 2018
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر خپل ټوېټر لیکلي: "داچې دیني علماو د میلاد نبي لمانځنه کول، پر هغوی د نن شپې حملې له زړه ناراحته کړم، زه د پېښې له قربانیانو سره له زړه نه خواخوږي څرګندوم."
Sickened and deeply saddened by tonight’s terror attack as the Ulema Council marked the Prophet’s Birthday. I extend our condolences to the families and followers of those killed and wounded.
— John R. Bass (@USAmbKabul) November 20, 2018
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد هم پرونۍ حمله غندلې او پر خپل ټوېټر یې لیکلي چې:" موږ په کابل کې د بې ګناه عبادت کونکو په وړاندې د سختو بریدونو له امله له شپې نه ویر کوو، موږ پرېکړه وکړه چې له ټولو افغانانو سره په ګډه جګړه پای ته ورسوو، ترهګر چې ملکیان وژني او د سولې مخالفت کوي د افغانستان په راتلونکي کې هېڅ رول نهلري."
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندکۍ یا یوناما هم نن چهارشنبه په یوې اعلامیې کې د دغه حملې د غندلو ترڅنګ ویلي چې دا ډول بریندونه په هېڅ ډول شرایطو کې د توجه وړ نه دي.
بیان زیاتوي:"په کابل کې پرونی برید له قساوت پرته بل څه نه و، او هغه کسانو چې دا برید یې تنظیم کړی وو باید محاکمې ته راکاږل شي او حساب ورسره وشي."
"On behalf of the United Nations in Afghanistan, I unequivocally condemn yesterday’s attack in which scores of civilians were killed and injured." – UN envoy Tadamichi Yamamoto on #Kabul attack. Statement: https://t.co/8WHbPCvZ1h pic.twitter.com/EKtafDPnXW
— UNAMA News (@UNAMAnews) November 21, 2018
په کابل کې د ناټو ملکي استازي له دفتره هم په خپره شوې اعلامیه کې دغه حمله غندل شوې.
په بیان کې ویل شوي چې ناټو د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده:"د ملي ماتم په دې ورځ، موږ د افغانانو سره خواخوږي لرو، موږ په کابل کې د پرون د ناڅاپه برید له امله حیران یو، ناټو له افغانانو سره ولاړه ده."
وسله والو طالبانو هم پر دیني علماو پرونۍ حمله غندلې او ویلي چې د دوی کسان په دغه حمله کې لاس نه لري، د دغه ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې پرونۍ حمله د شریرو کړیو کار بلل شوی.
تر دامهاله د دغه حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
افغان حکومت پر دیني علماو د پرونۍ حملې په غبرګون کې په ټول هېواد کې نن چهارشنبه ملي ماتم اعلان کړ.
په کابل کې پرون سې شنبې په اورانوس هوټل کې د دیني عالمانو لخوا د میلاد نبي په مناسبت نیول شوو مراسمو کې انتحاري حملې، د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو لمخې ۵۰ تنه وژل شوي او ۸۲ تنه نور ټپیان شويدي.
ویل کېږي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک بلل شوی.
په کابل کې پر دیني علماوو حمله د عامو افغانانو لخوا هم په پراخه کچه غندل شوې او له افغان حکومت څخه یې د دغه حملې د عاملینو د پيژندلو او نیولو غوښتنه کړې.
په کابل کې پر دیني علماو پرونۍ حمله پر داسې مهال کېږي، چې ولسمشر غني تېره ورځ د میلاد نبي په مناسبت مراسمو کې دیني علماو ته په حکومت کې د ډېر رول او ونډې ورکولو غوښتنه وکړه.
په روان کال کې دا په کابل کې د دیني عالمانو پر غونډې دوهمه حمله ده.