افغان حکومت د کابل له ترهګریز برید وروسته سبا چهارشنبه (نومبر۲۱) په ټول افغانستان ملي ماتم اعلان کړی دی.
یو ځانمرګي د سه شنبې په ماښام په کابل کې د اورانوس په نامه یو هوټل کې ( میلاد النبي) په مراسمو کې ځان والوزوه لږ تر لږه ۵۰ تنه یې ووژل او شاوخوا ۸۰ نور یې ژوبل کړل.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ولسمشر غني په برید کې وژل شویو کسانو ته د درناوي په خاطر په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلان کړ.
جمهوررييس غني دمیلادالنبي پر مراسمو د نن ماښام دردناک تروریستي برید له امله چې یو شمېر علماء او هېوادوال په کې شهیدان شول، سبا د لړم ۳۰مه نېټه ملي ماتم اعلان کړ. د دې لارښوونې پر بنسټ به سبا په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کې ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.
— Haroon Chakhansuri (@hchakhansuri) November 20, 2018
په دغه ورځ به په افغانستان کې دننه او دباندې په ټولو حکومتي او سیاسي دفترونو کې د افغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند وي.
په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم دا برید غندلی دی. ښاغلي بس په خپل ټویټر کې په برید کې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده او ویلي دي چې دغه ترهګریز برید دردولی دی.
Sickened and deeply saddened by tonight’s terror attack as the Ulema Council marked the Prophet’s Birthday. I extend our condolences to the families and followers of those killed and wounded.
— John R. Bass (@USAmbKabul) November 20, 2018
افغان چارواکي وايي چې د عالمانو شورا په هوټل کې دننه د (میلاد النبي) مراسم جوړ کړي وو چې برید پرې شوی دی.
دا په تېرو څو میاشتو کې د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کیږي. تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.