کابل کې پر روغتون برید پای ته ورسېد، ۱۳ تنه وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۸۰ تنه ژغورلي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار دشت برچي سیمه کې پر «سل بستریز ملي روغتون» ډله ییز برید کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د یاد برید تر پای ته رسېدو وروسته رسنیو ته لېږلې غږیږ کلیپ کې ویلي چې په وژل شوو کسانو کې دوه نوې زېږېدلې ماشومان، د ماشومانو میندې او نرسانې شاملې دي.

نوموړي زیاته کړې چې په ټپیانو کې هم ښځې ماشومان او نارینه شامل دي.

دغه برید سهار ۱۰ بجې پيل شوی و او ماسپښین شاوخوا دوې بجې د بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه برید له ځایه څخه د درې بهرنیانو په ګډون ۱۰۰ تنه ژغورل شوي دي.

یاد وزارت د بریدګرو شمېر درې تنه ښودلی و.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي دا برید طالبانو کړی دی. وايي طالبانو د سولې له غوښتنې سره-سره بیا هم خپل بریدونه روان ساتلي دي.

وسله والو نن سهار ۱۰ بجې د کابل ښار د یارلسمې امنیتي حوزې اړوند «دشت برچي» سیمه کې پر یاد یو روغتون برید وکړ.

د راپورنو له مخې د پېښې په ځای کې یو سل بستریز دولتي روغتون او د بې پولې ډاکټرانو یو روغتیايي مرکز هم شتون لري.

بلخوا تر پېښې وروسته یو شمېر عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې لومړی په یاده سیمه کې په (ټانک تېل روغتون) کې قوي چاودنه شوې او وروسته ډز پيل شوي دي.

عیني شاهدانو امریکا غږ ته همدارنګه وویل چې تر چاودنو وروسته له روغتون څخه دودونه پورته شوي دي.

وسله وال طالبان وايي دغه برید په دوی پوري اړه نه لري او بلې کومې ډلې هم مسؤلیت نه دی اخیستی.