د کابل – بامیان لویه لار نن بیرته پرانیستل شوه

د کابل ـ بامیان لویه لار د جمعې په سهار د جګړو له امله د جلریز په سیمه کې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه.

د میدان وردګ سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل – بامیان د لویې لارې په اوږدو کې د جلریز په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نږدې څلورویشت ساعتونو جګړو وروسته نن د شنبې په سهار (چنګاښ دوییمه) دا لار د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.

د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمان منګل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې سیمې ته د تازه دمو ځواکونو په سریدلو وسله وال طالبان په شا وتمبول شول او لاره هم پرانیستل شوه.

د جمعې د ورځې سهار وختي په دوو بجو په لسګونو طالب وسله والو د جلریز په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې له امله په جګړه کې ښکیلو خواو ته د تلفاتو د اوړیدو سربیره د جګړې شاخوا سیمه کې په سلګونو مسافر هم بند پاتې وو.

عبدالرحمان منګل وویل، په دې جګړو کې پنځه طالب وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی منګل وویل، چې په دې جګړو کې یو سیمه ییز پولیس هم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

همداشان تیره ورځ د کابل – بامیان د لارې د بندیدو وروسته جلریز سره نږدې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپان شوي دي. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

وسله والو طالبانو د میدان وردګ ولایت د تیرې ورځې د نښتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د پکتیا د والي د موټرو پرکاروان برید شوی

د پکتیا ولایت د والي ویاند عبدالله حسرت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن د شنبې په ورځ کله، چې د پکتیا والي شمیم خان کټوازی د کابل څخه د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ته په لار وو، د لارې په اوږدو کې د ښاغلي کټوازي د موټرو پر کاروان برید وشو، چې په کې چاته د سر زیان نه دی رسیدلی.

ښاغلي حسرت وویل " د لوګر په ساحه کې د لارې په اوږدو کې برید شوی دی، خو پر وخت برید ته ځواب ویل شوی او په برید کې چاته د سر زیان نه دی رسیدلی".

هغه وویل، چې د لوګر او پکتیا په ولایتونو کې وسله وال طالبان او د حقاني د ډلې وسله وال فعالیت لري او کیدای شي، چې دا برید به د همدغو ډلو وسله والو کړي وي.

خو تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.