د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ځانمرګي برید۱۳ تنه وژلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې په نننۍ ځانمرګي برید کې ۱۳تنه وژل شوي‌ او نهه تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې ۹ تنه ملکیان او ۴ تنه یې امنیتي سرتېري دي.

هغه وویل چې په ټپیانو کې شپږ تنه امنیتي سرتېري او ۳ تنه یې ملکیان دي.

پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نن سهار په موټر بم انتحاري حمله کې ۴ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د سې شنبې په ورځ د لېندۍ پر۲۰مه امریکا غږ ته وویل چې دغه انتحاري حمله د پغمان ولسوالۍ په چنار حیدر سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر موټریز کاروان باندې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي تر دا مهاله معلومه نه ده چې وژل شوي کسان امنیتي سرتېري او کله ملکي وګړي دي.

د دغه حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼه په یاده حمله کې ګڼو افغان او بهرنیو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

پخواني معلومات

د کابل د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن سهار څه باندې نهه بجې انتحاري حمله شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش نن سې شنې د یاد خبر په تائید سره وویل چې تر دامهاله معلومه نه ده چې دغه چاودنه پر چا شوې ده.

هغه همدارنګه وویل چې تلفات لري، خو کره ارقام یې معلوم نه دي.

ویل کېږي دغه انتحاري حمله په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر موټریز کاروان باندې شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د روانې لېندۍ میاشتې پر اومه نېټه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې پر یو بهرنۍ امنیتي کمپنۍ په انتحاري حمله کې ۱۰ تنه وژل شوي و.