د افغانستان د بشري حقونوخپلواک کمېسیون وايي، د دوی دوه تنه کار کوونکي نن سهار د کابل ښار په دوولسمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون نن شنبه جون۲۷(چنګاښ۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دوی دغه کار کوونکي دندې ته پر لار و چې سهار ۷:۴۰ دقیقې په «بتخاک څلور لارې» کې پر موټر چاودنه شوې ده.
یاد کمېسیون ویلي که څه هم تر دې مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو زیاته کړې ده چې په دې اړه ترڅېړنو وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
په ډېرې خواشينۍ خبر درکوو چې نن د کابل ښار په دولسمه ناحيه کې د کميسيون موټر د مقناطيسي ماين هدف وګرځېد او په پېښه کې د کميسيون دوو تنو همکارانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.د بشر حقونو خپلواک کميسيون غړي او د دې ګرانو همکارانو کورنۍ د خپلو عزيزانو د لاسه ورکولو له امله خورا غمجن دي. pic.twitter.com/v4OJeDZ6gi
— AIHRC (@AfghanistanIHRC) June 27, 2020
د بشري حقونو کمېسیون پر خپلو کار کوونکو د چاودنې په اړه اندېښنه ښودلې.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامز هم نن سهار د یاد خبر په تائید سره وویل چې پر کورلا ډول موټر پسې د نښلول شوي ماین چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پر کار کوونکي د ناڅرګندو کسانو لخوا د ماین چاودنه کیږي.
یاد کمېسیون تل د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه په هیواد کې د اوربند او تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.
د دې ترڅنګ یې تل د جګړې د ښکېلو اړخونو لخوا ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله غندلې او په هیواد کې د ملکي وګړو ژوند ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
په کابل، د امریکا، بریتانیې، ایټالیا او ځینو نورو سفارتونو د بشري حقونو کمېسیون پر کار کوونکو نننۍ چاودنه غندلې ده.
په تیره یوه اونۍ ملکي تلفات
د افغانستان د ملي امنیت شورا د تیر په څېر نن شنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې په تیره یوه اونۍ کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د ملي امنیت شورا ویلي چې یادو ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې اوښتې ده چې تر ټولو زیاته یې په تخار ولایت کې ده.
یادې شورا له وسله والو طالبانو څخه غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي او د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې څخه ډډه وکړي.
وسله الو طالبانو تر دې مخکې ورته راپورونه رد کړي دي.