د ملګرو ملتونو سرمنشي د کابل وروستۍ چاودنه وغندله

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د کابل یو جومات کې پر ملکي وګړو وروستۍ چاودنه په کلکه غندلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ نن جمعه اګست ۱۹ (زمري ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي ګوتیریش د یادې چاودنې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د قربانیانو له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.

د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس د تیرې چهارشنبې په ماښام د کابل ښار د اوولسمې امنیتي حوزې اړوند خیر خانې کوتل سره نژدې صدیقیه جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال چاودنې ۲۱ تنه ملکي وګړي وژلي او ۲۳ تنه یې ټپیان کړي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس روانه میاشت په افغانستان کې د چاودنو له امله څه باندې ۲۵۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یوناما د اعلامیې له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې وروستیو چاودنو ته په اشارۍ ویلي چې «د ترهګرۍ هر ډول عمل جرم او د توجیه وړ نه دی. افغانان حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي او د خپلې مذهبي ازادۍ څخه برخمن وي.»

د تېرکال راهېسې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته دا څوم ځل دی چې په جوماتونو کې چاودنې شوي او «دیني عالمان» وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د کابل ولایت امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند هم د کابل خیر خانې کوتل سیمې جومات چاودنه کې د ديني عالم وژل کیدل تائید کړي او دا یې د "افغانستان د خلکو د دښمنانو" کار بللی. ځدراڼ ویلي چې چاودیدونکي مواد د مخکې نه په جومات کې ایښودل شوي و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په ټویټر کې د صدیقیه په جومات کې دا چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې په چاودنې کې ګڼ شمیر عام خلک وژل شوي او ټپي شویدي.

یوناما همدارنګه لیکلي چې په کابل کې امنیتي وضعیت خراب شوی او په طالبانو یې غږ کړی چې په هیواد کې د هر ډول برید د مخنیوي لپاره باید ځانګړي اقدامات وکړي. دې ادارې ویلي چې د افغانستان د هغې ټولنې سره د خوندیتوب لپاره باید اقدامات ډیر شي چې د خطر سره مخ دي او د دې پیښې عاملین دې عدالت ته راکش کړل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې «د کابل په خیرخانه سیمه کې په یوه مسجد کې چاودنه په کلکو ټکو غندي. شهیدانوته جنة الفردوس، زخمیانوته شفا او خپلوانوته یې صبرجمیل غواړي.» ښاغلي مجاهد نه دي ویلي چې څومره کسان وژل شوي دي.

دا ډول چاودنې پداسې حال کې په افغانستان رامنځته کیږي چې طالبان وایي دوی بشپړ امنیت ټینګ کړی دی. د دا ډول چاودنو قربانیان په عمومي توګه ملکي وګړي دي. د یو شمېر دا ډول بریدونو مسئولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی، په تېره بیا هغه بریدونه چې شیعه افغانان په کې په نښه شوي، خو لا معلومه نه ده چې دا برید چا کړی دی.