کابل کې پر عبادت ځای چاودنې مرګ ژوبله اړولې

عکس(ارشیف)

د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند دارلامان سیمه کې چادودنې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنه نن جمعه اپرېل ۲۹ (غوايي نهمه) مازدیګر شاوخوا څلور بجې په «سی راهی علاوالدین» سیمې په جومات «خانقاه خلیفه» کې پر عبادت کوونکو باندې شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ امریکا غږ ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو په اساس په دغه چاودنه کې ۱۰کسان وژل شوي او تر ۳۰ پوري ټپيان دي.

د رویترز اژانس هم د طالبانو د مقاماتو له قوله ویلي چې پدغه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰تنه وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دی.

د روغتیا وزارت بیا ویلي چې په پیښه کې پنځه تنه وژل شوي او ۵۸ تنه ټپیان د کابل روغتونونو ته انتقال شوي دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شوو انځورنو له مخې د پېښې له ځایه ګڼ شمېر کسان په ټپي حالت روغتونونو ته انتقالیږي.

بلخوا په کابل کې ایمرجنسي روغتون هم ویلي چې دوی د نننۍ چاودنې له سیمې ۲۰ ټپيان ور وړل شوي دي.

یو عیني شاهد هم امریکاغږ ته ویلي چې چادونه هغه وخت د جومات په داخل کې رامنځته شوه چې ددې سیمې یو شمیر اوسیدونکي په عبادت بوخت وو.

دغه شخص چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، امریکاغږ ته وویل چې پدې چاودنه کې په لسګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکباروف په یوه اعلامیه کې د کابل په ننني برید سخت خپګان ښودلی دی.

همداشان د مصالحې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله، په خپله فیسبوک پاڼه دا حمله په کلکه غندلې او پر عبادت ځایونو باندې بریدونه یې بشري جنایت ګڼلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بلخ مرکز مزارشریف کې چاودنې لږ تر لږه نهه کسان ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

په مزارشریف کې د تیرې ورځې چاودنې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.

تیره اونۍ هم د مزار شریف د "سه دکان" په سیمه کې د شیعه ګانو په جومات کې په چاودنې کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي و او ۵۸ نور ټپي شوي و.

داعش په دې وروستیو کې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی چې له کبله یې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي‌دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ختمه کړې او هېڅ فعالیت نلري.