د کابل پروسې کنفرانس ته چمتوالی روان دی

د کابل په کنفرانس کې به لسګونه هېوادونه او نړیوال بنسټونه برخه لري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د ۲۸ هیوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو د کابل پروسې په کنفرانس کې د ګډون لپاره د افغان حکومت بلنه منلې او کنفرانس به په ټاکلي وخت په کابل کې جوړ شي.

د دغه وزارت ویاند احمدشکیب مستغني امریکا غږ ته وویل ګډونکوونکي هیوادونه او نړیوال بنسټونه به د کابل پروسې په کنفرانس کې د ګډون لپاره، د لوړې کچې هیاتونه کابل ته ولیږي.

مستغني وویل "په هغو غونډو کې چې د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز، د جمهوري ریاست عالي مقام د دغو هیوادونو له سفیرانو او د نړیوالو بنسټونو له استازو سره درلودې، ټولو دغو هیوادونو د کابل پروسې په کنفرانس کې په لوړه کچه د خپلو پلاو د ګډون ډاډ ورکړی."

دا کنفرانس چې د سې ‌شنبې په ورځ په کابل کې جوړیږي او په کې د افغانستان د سولې له بهیر څخه د سیمې او نړۍ د هیوادونو د ملاتړ پر راجلبولو او د افغان سولې د خبرو د همغږۍ پر سر بحث کیږي.

د افغانستان په کوربه‌ توب د کابل د پروسې کنفرانس په داسې وخت کې جوړیږي، چې په دې وروستیو کې د کابل ښار د خونړیو بریدونو او له تاوتریخوالي ډک لاریونونو او اعتراضي غونډو شاهد دی.

د چهارشنبې په ورځ په کابل ښار کې د آلمان سفارت ته نږدې له موټر بم برید وروسته آلمان او متحده عربي اماراتو خپل یو شمیر ډيپلوماټان له کابل څخه بیرته خپلو هیوادونو ته وروغوښتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند پر وینا، د دغه برید په نتیجه کې د آلمان او متحده عربي اماراتو د سفارت ودانیو ته زیان اوښتی، نو ځکه دغو هیوادونو خپل یو شمیر ډیپلوماټان خپلو هیوادونو ته وروغوښتل.

ښاغلي مستغني وویل "دوی په موقتي ډول خپلو هیوادونو ته تللي او کله چې د دغو سفارتونو د ودانیو د ترمیم کار بشپړ شي، ډیپلوماټان یې بیرته راستانه کیږي او په خپلو کارونو به بوخت شي."

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني تیره ورځ په خپلې یوې ټلویزیونې وینا کې وویل، وسله‌وال مخالفین د دغو بریدونو په ترسره کولو هڅه کوي، چې د افغانانو تر منځ رواني جګړه لا پسې قوي او د هغوی په منځ کې بیلوالی راولي، تر څو افغانستان ټول هغه فُرصتونه چې په نړیواله کچه یې ترلاسه کړي، بیرته له لاسه ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن په ارګ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل پروسې د کنفرانس او په کې د ګډون‌ کوونکو هیوادونو د استازو د امنیت د خونديتوب پر څرنګوالي او د دغه کنفرانس پر تیاریو بحث کړی دی.

د حقوقو او سیاسي علومو استاد ډاکټر کبیر رنجنبر امریکا غږ ته وویل، که څه هم په لنډ مهال کې به د کابل پروسې کنفرانس مثبتې پایلې ونلري خو په اوږد مهال کې به د دا ډول غونډو په نتیجه کې، مثبت لور ته د افغانستان د وضعیت د بدلولو لپاره د سیمې په کچه اجماع رامنځ ته شي.

رنجنبر وویل "ټولیدل د دغو ملکونو او د دوی د نظریاتو شریکول دا زموږ په ګټه ده، لږ تر لږه یوه سیمه‌ییزه اجماع رامنځ ته کیږي او د نړۍ ذهنیت د افغانستان په هکله بدلیږي."

خو افغان حکومت ټینګار کوي چې د کابل پروسې د کنفرانس په نتیجه کې به د افغانستان د سولې خبرې سره په یو چوکاټ کې راټولې او مالکیت او رهبري یې په خپل لاس کې واخلي.