په کابل کې چاودنې دوه تنه ووژل

تصویر ارشیف

چاودنه د یکشنبې په ورځ (اګست۴) د کابل ښار د تایمنیو په پنځم سړک کې وشوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي ماین د خورشېد په نامه د یو خصوصي تلویزون د مامورانو په موټر پسې نښلول شوی و.

د وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپل ټویتر کې لیکلي دي چې په وژل شویو کې د سړک په غاړه دوه پلي روان کسان شامل دي او په زخمیانو کې بیا څلور کسان دي چې درې یې د خورشېد تلویزون کارکوونکي دي.

تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

په افغانستان کې د خبریالانو کمېټه وايي چې د ۲۰۱۹ په لومړیو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره یې د زور زیاتي ۴۵ پېښې ثبتې کړي دي.

وايي دا د ۲۰۱۸ د دغې مودې په پرتله دا پېښې ۵۰ زیاتې شوي دي.

دا چاودنه داسې مهال کیږي چې همدا څو ورځې مخکې د افغانستان د جمهوري ریاست د یو کاندید محمد اشرف غني د لومړي کاندید مرستیال امرالله صالح پر دفتر هم ډله ایز برید شوی و.

په برید کې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل شول او یو شمېر نور یې ژوبل کړل.