د کرونا ویروس؛ حکومت د کابل ښار تړي

افغان حکومت وايي له ضروري‌ادارو پرته به په کابل کې ټولې ادارې درې اونۍ رخصت وي

افغان حکومت د شنبې له ورځې مارچ ۲۸ (وري۹) د کابل ښار کې اکثریت حکومتي‌ادارې رخصتوي او ډېر کاروبارونه تړي چې د کروناویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري خبریالانو ته وویل چې د عامې روغتیا وزارت، امنیتي‌ادارو او د کابل له ښاروالۍ پرته به نورې ټولې ادارې به درې اونیو لپاره رخصتې شي.

د کابل والي وویل چې رستورانتونه، تحصیلي مرکزونه، قصابۍ، ارایش خانې، حمامونه، تفریحي پارکونه او نور غیر ضروري‌ ځایونه به وتړل شي او مشخص ښاري ګاډي به وي چې څلور سپرلۍ انتقالوي.

خو په دغې مودې کې به درملتونونه، د غذايي موادو هټۍ او هغه رستورانتونه چې د خلکو کورونو او ځایونو ته ډوډۍ انتقالوي، خلاص وي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي چې بانکونه و صرافي دوکانونه به خلاص وي ‌او د یو ځانګړي پلان له مخې به خپل کار کوي او وویل چې د هغو کارګرو په اړه هم بحث روان دی چې په روز مزد کار کوي.

په همدې حال کې ولسمشر غني هم له ټولو افغانانو وغوښتل چې ټولې لویې او وړې غونډې بندې کړي او تر هر څه مخکې د ځان او صحت فکر وکړي.

ښاغلي غني په یو ویدیويي پیغام کې وویل: "افغان حکومت د دغه ویروس د ډېر خپرېدو مخه نیولې ده، خو دا خطر مخ په ډېرېدو دی او حکومت نور جدي اقدامات او تدابیر هم نیسي. د کابیني‌د طرحې په اساس له تاسو په ډېر درنښت هیله کوو چې د واده پروګرامونه مه جوړوئ، په جنازو او فاتجو کې له دوو ډېر کسان ګډون مکوئ، عمومي پارکونو، د لوبو لیدو، عمومي، حمامونو ته مه ځئ. ښاري سرویسونو کې تګ راتګ مکوئ، زیارتونو ته مه ځئ، میلې مکوئ، د اولیه موادو او نورو غیر ضروري موادو پرته په نورو موادو پسې بازارونو ته مه ځئ. "

ښاغلي‌ غني وویل چې دوی هلې ځلې کوي چې ځینې ښوونځي او لویې دولتي‌ ودانۍ په اضطراري روغتونونو او روغتیايي مرکزونو بدل کړي که اړتیا شوه چې په کرونا د اخته کسانو درملنه په کې وشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي‌چې تر دې دمه په افغانستان کې ۹۱ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي‌دي او په کابل کې هم د کرونا ویروس پېښې مخ په زیاتېدو دي. کرونا په بلخ کې یو کس مړ کړی دی.

ډېرې پېښې د هرات په ولایت کې دي چې له ایران سره سرحد لري. په ایران کې کرونا سلګونه کسان مړه کړي او زرګونه نور پرې اخته دي.

هره ورځ سلګونه کسان یا په زور او یا هم په خپله خوښه له ایران څخه د هرات له لارې افغانستان ته انتقالیږي.