ایمرجنسي روغتون: د کابل د جومات په چاودنه کې درې کسان وژل شوي

تصویر: ارشیف

چارواکي او د ایمرجنسي روغتون مسولین وايي چې د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۶) د پلازمینې کابل په یو جومات کې د چاودنې له امله حد اقل درې کسان وژل شوي او څه باندې شل نور ټپیان دي.

ځینو عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي دي چې چاودنه د کابل په شمال لودیځ کې د ماښام د لمانځه په وخت په جومات کې شوې ده.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون د خپل مشر ستیفانو له قوله پر ټویټر کې لیکلي:" تر اوسه په رارسیدلو قربانیانو کې درې تنه مړه شوي دي. دوه کسان مړه راورسیدل او یوه په روغتون کې ساه ورکړه."

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ امریکا غږ ته وویل: «د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند په یوه جومات کې د ماښام د لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې متاسفانه تلفات هم لري.»

خو د طالبانو یو امنيتي چارواکي چې غوښتي یې دي نوم یې وانه خیستل شي، الجزیرې ته ویلي چې په دې پيښه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي. اما دا شمیر تر اوسه د نورو سرچینو له خوا تائید شوی ندی.

د طالبانو امنیتي مسولینو ویلي د هغوی ځواکونه سیمې ته رسېدلي او پلټنې پیل شوي دي.

د ایمرجنسي روغتون چارواکو ویلي له جومات څخه روغتون ته اکثریت راوړل شوي ناروغان د بم په ټوټو ټپیان شوي او د وجود د سوځیدو څخه ځوریږي.

ددغه روغتون په وینا په لیږدول شویو کسانو کې د یو اوه کلن ماشوم په ګډون پنځه ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې «د کابل په خیرخانه سیمه کې په یوه مسجد کې چاودنه په کلکو ټکو غندي. شهیدانوته جنة الفردوس، زخمیانوته شفا او خپلوانوته یې صبرجمیل غواړي.» ښاغلي مجاهد نه دي ویلي چې څومره کسان وژل شوي دي.

عیني شاهدان وايي چې له چاودنې وروسته امبولانسونه سیمې ته ورسېدل.

په سیمه کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو لیکلي دي چې چاودنه د «صدیقیه جومات» کې شوې او «مولوي امیر محمد کابلي هم په کې وژل» شوی دی.

د تېرکال راهېسې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته دا څوم ځل دی چې په جوماتونو کې چاودنې کېږي او «دیني عالمان» وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د یو شمېر دا ډول بریدونو مسئولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی، په تېره بیا هغه بریدونه چې شیعه افغانان په کې په نښه شوي، خو لا معلومه نه ده چې دا برید چا کړی دی.