د کابل پولیسو لسګونه کسان د مخدره موادو د کاروبار په تور نیولي

د کابل پولیسو د دغه ښار په مختلفو حوزو کې د مخدره موادو ۷۴ کاروباریان نیولي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، چې په تیرو پنځلسو ورځو کې د کابل پولیسو د مخدره موادو د قضیو په تړاو لسګونه کسان نیولي او له هغوی څخه یې په زیاته اندازه مخدره مواد کشف او ضبط کړي دي.

د کابل د پولیسو قوماندان سالم احساس د سې‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د دغې قوماندانۍ د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیریت د کابل ښار په مختلفو حوزو کې د مخدره موادو د کاروباریانو او قاچاقبرانو پر ضد ۷۳ عملیات ترسره کړي دي.

هغه وویل "په دغو عملیاتو کې پولیسو ۷۴ تنه شکمن کسان، له زیاتې اندازې بیلابیل ډوله مخدره موادو سره لاس په لاس نیولي دي".

د کابل د امنیې قوماندانۍ زیاته کړه، چې په ضبط شویو موادو کې، هیروئين، شیشه، ټابلیټ‌که، چرس اپین او الکولي مشروبات شامل دي.

په همدې حال کې د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو د دغه هیواد په پلازمینې او یو شمیر ولایتونو کې ۱۸ تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي.

د دغه مرکز د مطبوعاتو رئيس احمدخالد مؤحد امریکا غږ آشنا ته وویل، دغه شمیر کسان د مخدره موادو د قاچاق د پنځلسو قضیو په تړاو په تیرو اوو ورځو کې نیول شوي او دوسیې یې د عدلي او قضايي مرکز ځانګړې څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.

هغه وویل د یادو قضیو له شمیرې پنځه تنه د کابل د حامد کرزي په هوايي ډګر کې نیول شوي، چې غوښتل یې په خپلو ګیډو کې ځای پر ځای شوي هیروئين له افغانستان څخه هند ته قاچاق کړي.

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې پاتې کسان په بلخ، بدخشان، ننگرهار، سمنگان، ارزگان او فاریاب ولایتونو کې د مخدره موادو او الکولي مشروباتو د قاچاق په تور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د هغه پر وینا د مخدره موادو له دغه شمیر قاچاقبرانو څخه په ټولیزه توګه څه باندې ۵ کیلوګرام هیروئين،له ۲۶۳ کیلوګرامو څخه زیات اپین، ۲۶۶ کیلوګرام چرس او ۱۱۲۷ لیټره الکول کشف او ضبط شوي دي.