غني: د کابل امنیت تامین دی؛ طالبان: په زور کابل ته نه داخلېږو 

د کابل ښار

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د کابل د امنیت مسئولیت د افغان امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو په لاس کې دی او دا مسئولیت به په ښه شکل ترسره کوي.

ښاغلي غني په یو لنډ ویدیويي پیغام کې، چې د ارګ په فیسبوک کې خپره شوې ده وايي له هغوی سره به جدي چلند کیږي چې «ګډوډي او چپاول کوي او لارې شوکوي».

په همدې حال کې طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په زوره کابل ته نه داخلیږي او خبرې روانې دي چې «د انتقال پروسه په امن او اطمینان» کې بشپړه شي او د خلکو مال او ځان ته زیان ونه رسي.

د طالبانو په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د انتقال د پروسې تر بشپړېدو پورې د کابل د امنیت مسئولیت د افغان حکوت په لاس کې دی.

طالبانو همدغه راز ویلي دي چې د هېڅ ډول غچ اخیستو په فکر کې نه دي‌ او هغو کسانو، چې په ملکي‌ او نظامي ادارو کې دندې لرلې، په امن کې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر عبدالستار میرزکوال هم په یوې لنډې ویدیوي وینا کې د کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی دی چې خبرې روانې دي او د «موقت حکومت» له جوړېدو وروسته به د کابل ښار امنیت «طالبانو» ته سپارل کیږي. هغه ویلي دي چې قدرت به په سوله ایز ډول انتقالیږي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي هم په یو ویدويي پیغام کې د کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی دی چې امنیت ټېنګ دی. ښاغلي محمدي ویلي دي چې نړیوال ځواکونو له افغان ځواکونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړي ویلي دي چې یو باصلاحیته پلاوی قطر ته سفر کوي‌ او امکان شته چې یو توافق وشي، خو وايي تر څو پورې چې توافق نه وي شوی، د کابل امنیت تامین دی.

په همدې حال کې د کابل د امنیت نوی مسئول سمیع سادات په یو خبري کنفرانس کې ویلي دي چې د کابل ښار ته به د طالبانو د داخلېدو مخه نیسي. هغه وویل چې په ښار کې کافي ځانګړي ځواکونه ځای په ځای شوي دي‌ او چاته به اجازه نه ورکول کیږي چې په زوره کابل ته داخل شي.