عبدالله: یواځې د کابل نه، بلکې د افغانستان امنیت ته پاملرنه وشي

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائیه له امنیتي ارګانونو څخه غوښتي دي چې نه یواخې د کابل، بلکې د ټول افغانستان امنیت تامین کړي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ [فبرورۍ ۵] په کابل کې د وزیرانو شورا ته وینا کوله وویل چې پدې وروستیو کې په افغانستان کې "وحشتناکې پېښې" وشوې. د ښاغلي عبدالله په وینا دا پېښې "د طالبانو او د هغوي د ملاتړو د تروریستي او جنایي بریدونو پایلې وې."

د کورنیو چارو وزارت د نورو امنیتي او پوځي ارګانونو په همکارۍ د پلازمینې کابل د امنیت لپاره یو پلان جوړ کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت نُصرت رحیمي وایې چې نوی پلان به په دریو پړاوونو کې پلی شي.

ښاغلی رحیمي د امنیتي دلایلو له وجې جزئیات نه شریکوي خو وایې چې د کابل ښار د امنیت لپاره تازه پلان ګټور دی.

ارګ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د کابل نوی امنیتي پلان د افغانستان د ولسمشر له خوا په اصولو کې تائید شوی دی. خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د وسله‎والو ځواکونو د اعلی قوماندانۍ په غونډه کې د کابل د مسؤلو امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او د کشف او استخباراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او په امنیتي سکټور کې د هر اړخیزو اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د چارواکو په وینا د کابل نوی امنیتي پلان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د ملي امنیت د ادارې لخوا په ګډه پلی کیږي.

پوځي او امنیتي کارپوهان باور لري چې د ښار د امنیت په خاطر باید په مربوطه ادارو کې اساسي اصلاحات راوستل شي.

پخوانی امنیتي جنرال زلمی وردګ وایې چې د نوي پلان د تطبیق لپاره "مسؤلیت منونکي" کسان پر دندو وګمارل شي.

کابل ښاریان چې وروستیو خونړیو بریدونو اندېښمن کړي دي، له حکومت څخه غواړي چې د امنیت په تامینولو کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.