د کلیو او پراختیاوزارت دروازه کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي

تصویر: ارشیف

پولیس وايي په دار الامان کې د کلیو او پراختیا وزارت په دروازه کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۲تنه وژلي او ۳۱ نور یې ټپيان کړي دي.

د داعش وسله والې ډلې په خپلې ویپاڼې اعماق کې ادعا کړې ده چې دا برید هغوی کړی دی.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وايي چې دا ځانمرګی برید د دوشنبې په ورځ (جون۱۱) ما سپښین د وزارت په دروازه کې شوی دی.

حشمت ستانکزي وویل" پدې پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او امکان لري، چې د مرګ ژوبلې شمیره زیاته شي".

خو عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مجروح وایي چې پدې ځانمرګي برید کې "۱۲تنه وژل شوي او ۳۱ ټپيان" دي.

د عبدالناصر په نوم ددې وزارت یوه کارکوونکي وویل چې دا ځانمرګی برید پداسې وخت کې وشو، چې د وزارت کارکوونکي له وزارت نه د وتلو په حال کې وو او په وژل شویو کې د وزارت ماموراني هم شته دي.

د کلیو پراختیا وزارت ترڅنګ نورې دولتي ادارې هم شته. په روژه کې یوه بجه دولتي کارکوونکي له خپلو دفترونو رخصتیږي.