کابل د اروپا نه غوښتي چې په زور د افغانانو ایستل بند کړي

افغانستان د اروپایي هیوادونو نه غوښتي چې د دریو میاشتو لپاره دې د افغانانو اجباري ایستل بند کړي.

د افغانستان حکومت د اروپایي هیوادونو نه غوښتي چې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره دې د افغان کډوالو اجباري ایستل بند کاندي.

حکومت پداسې حال کې د دې اقدام غوښتنه کړې چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او ناامني زیاته شوې.

د افغانستان د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې له یوې خوا د طالبانو د تشدد ډیروالي او له بلې خوا د کوویډ۱۹ بیمارۍ دریمې څپې خلکو ته اقتصادي او ټولنیزې ستونزې پیدا کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي، " د حکومت په پریکړې کې ټینګار شوی چې کوربه هیوادونه دې د افغان کډوالو اجباري ایستل د دریو میاشتو لپاره بند کړي".

وزارت ویلي چې د اروپا نه د افغان کډوالو راستیندل د اندیښنې وړ دي.

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیون ثبت شويو افغانانو د هیواد نه بهر د کډوالۍ ژوند کاوه، چې په نړۍ کې دویم هیواد دی چې دومره ډیر وګړي یې کډوال دي.

اکثریت دا افغان کډوال په پاکستان، ایران او اروپایي هیوادونو کې ژوند کوي.

شاوخوا ۵۷۰ افغان کډوال د سږ کال د جنوري او مارچ د میاشتو تر منځ پخپله خوښه د ملګرو ملتونو په همکارۍ هیواد ته ستانه شوي. پدې کې یوازې ۶ افغان کډوال وو چې د ایران او پاکستان څخه پرته د نورو هیوادونو نه افغانستان ته ستانه شوي.

د اروپایي ټولنې د احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې تیر کال شاوخوا ۴۴۱۹۰ افغانانو په اروپایي هیوادونو کې د لومړي ځل لپاره د

پناه اخیستلو غوښتنه کړې وه. دې ادارې ویلي چې ټول ټال ۴۱۶۶۰۰ افغان کډوالو د اروپا په بیلا بیلو هیوادنو کې پنا غوښتې.

بل پلو د ایټالیا صدراعظم ماریو ډراګي تیره میاشت ویلي و چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته اروپا باید د لا ډیر شمیر افغانانو راتګ ته چمتوالی ولري.

اکثریت اروپایي هیوادونو موافقه کړې چې هغو افغانانو ته پنا ورکوي چې په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو سره کار کړی وي.