غني د کابل بانک له ستر پوروړي سره شوی تړون لغوه کړ

جمهوري ریاست د کابل بانک له ستر پوروړي خلیل الله فیروزي سره د ښار جوړونې د وزارت لخوا لاسلیک شوی تړون فسخ کړ او په سملاسي ډول يې د بیا ارزولو غوښتنه کړې ده.

د ارګ اعلامیه وايي ( د خلیل الله فیرزوي د محکومیت او بانک ته يې د قرضونو د ورکولو په اړه، د محکمې د حکم ټولې مادې په خپل حال پاتې دي؛ د افغانستان د قضايي قوې نه پرته بل هېڅ ځواک دغه حکم بدلولی نشي. دا چې دغه تړون الزامي نه دی او حقوقي اړخونه يې هم کمزوري دي نو هغه لغوه شوی او د اعتبار وړ نه دی.)

ځو ورځې وړاندې د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د کابل بانک د یو لوی قرضدرا خلیل الله فیروزي او نبي زاده وردګ له شرکت سره د دغه وزارت د ودانۍ د جوړولو تړون وکړ.

ظاهرآ د دغه تړون هدف ښه نیت او د کابل بانک د قرضيو د ورکولو چټکول ښودل کیږي؛ په دغه کار سره د ولسمشر غني پر حکومت کلکې نیوکې وشوې.

خو، ارګ وايي چې لا هم د فساد پر ضد مبارزې او د کابلبانک د قرضیو ټولو ته ژمن دی.

خلیل الله فیروزي محکوم شوي چې له کابلبانک نه یې میلیونه پېسې وړي دي او بېرته يې نه دي ورکړي.

ارګ وايي (د کابل بانک د دوسيې د تصفيې ادارې ته لارښوونه شوې چې د ښار جوړونې وزارت ته د خلیل فیرزي له لوري د ۶۸ جریبه ځمکې ځانګړي کول وارزوي او کابل بانک ته د پيسو په بدل کې د ددغه ملکیت د انتقال زمینه برابره کړي.)

ولسمشر غني د افغانستان له لويې څارنوالۍ څخه هم غوښتي چې د کابل بانک د قضيې د محکومینو په اړه دې د محکمې د حکمونو د پوره تطبیق په هکله دې جمهوري ریاست ته راپور ورکړي.

ولسمشر غني په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې د فساد سره د کلکې مبارزې ژمنې کړې وې او واک ته له رسېدو وروسته يې د کابل بانک قضيه بيا پرانیستله.

د کابل بانک دیوالي کېدل په افغانستان کې د فساد یوه لویه قضیه ده.