کای آیډی: له طالبانو سره په نه تعامل کولو، د افغانستان خلکو ته جزا ورکوو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی کای آیډی وايي چې نړیواله ټولنه اوس باید د پخوا په پرتله له افغانستان سره ډیر تعامل ولري، ځکه چې له افغانستان سره د تعامل نشتوالی به د طالبانو په نسبت د افغانستان خلک ډیر متاثر کړي.

ښاغلي آیډی له امریکاغږ سره په مرکه کې وویل: "زه فکر کوم مونږ باید له طالبانو سره تعامل ولرو، چې د هغوی [ طالبانو] په باره کې معلومات زیات کړو چې پوه شو په کوم کس باندې نفوذ درلودلی شو او ترهغه وخته چې دغه کار ونه کړو، طالبانوته، نه بلکه د افغانستان خلکو ته جزا ورکوو."

هغه وايي چې افغانانو ته د بشري مرستو رسول یواځې د غیر انتفاعي ټولنو له خوا پرمخ نشي وړل کېدلی او زیاتوي سره له دې چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو خپله ونډه ادا کړې خو خلک نه یواځې خوړو، بلکه درملو، پاکو اوبو او نورو شیانو ته اړتیا لري او دغه مرستې له هغو کسانو سره چې په رهبري کې دي له خبرو پرته امکان نه لري.

ښاغلي آیډی زیاته کړه:" په خبرو کې احتیاط په دې مانا، نه دی چې ورځ تربلې ډیر افغانان ناهیلي کړو. دوی اوس د مرګ په حالت کې دي."

ښاغلی آیډی په داسې وخت کې دغه څرګندونې کوي، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی چې د ژمي د فصل په رارسېدو سره په میلیونونو افغانان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.

دغې ادارې ویلي دي چې د جنګ او ناامنۍ له کبله ۳.۵ میلیونه افغانان بیځایه شويدي؛ او دغه خلک په ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره چمتووالی نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د عالي کمیشنرۍ ویاند بابربلوڅ وویل:" په افغانستان کې بشري بحران د هرې ورځې په تېرېدو سره سختیږي. په دغه هېواد کې لوږه په بیساري ډول زیاته شوېده. د ۲۳ میلیونو په شاوخوا کې خلک چې د دغه هیواد د نفوس ۵۵ په سلو کې جوړوي د لوږې له لوړې سطحې سره مخامخ دي او له دې شمېر څخه نهه میلیون قحطي ګواښوي."

ښاغلي آیډی د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو د استازي د اعتبار لیک د نه تائیدولو په اړه وویل چې د ټول شموله حکومت او په حکومت کې د ښځو د ګډون په هکله د نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره موافق دی،‌خو دغه کار وخت ته ضرورت لري. هغه زیاته کړه د داسې یوه حکومت لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د څوکۍ ساتل هم چې له منځه تللی او هیڅ کنټرول نه لري، معقول نه برېښي.

ښاغلي آیډی له طالبانو سره د امریکا او نورو هیوادونو خبرې سمه لار وبلله او زیاته یې کړه چې له دې لارې کولی شو د هغوی په هکله ښه قضاوت وکړو او ورباندې نفوذ ولرو. هغه همدارنګه وویل چې باید په افغانستان کې سفارتونه بیرته خلاص شي ځکه له لرې څخه د ټولو مسئلو، درک کول سخت وي.