هریس او ټرمپ په سخته مناظره کې له افغانستان څخه د امریکا په بې نظمه وتلو یو بل پړه وګڼل

د ټرمپ او کاملا هریس مناظره

د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې د دیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هریس او د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ په خپله لومړنۍ مناظره کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو له کبله یو بل پړه ګڼلي دي.

د اې بي سي تلویزیوني شبکې په کوربه توب د سه شنبې سپتمبر ۱۰ (وږي ۲۰) په مناظره کې، هریس د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د هغه پرېکړې ننګه وکړه چې د امریکا د تاریخ ترټولو اوږده جګړه یې پای ته ورسوله.

ټرمپ په خپله واکمنۍ کې د طالبانو له ډلې سره د تړون لاسلیک کولو ننګه وکړه، خو د بایډن په واکمنۍ کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر یې "ناسم او د شرم وړ" وباله چې د نوموړي په خبره، "په نړۍ کې یې د امریکا موقف کمزوری" کړی دی.

هریس د مناظرې د کوربه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه ځان له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په برخه کې مسئول بولي، وویل: "زه له افغانستان څخه د وتلو په اړه د ولسمشر بایډن له پرېکړې سره موافقه یم."

هغې د افغانستان په جګړه کې د امریکايي مالیه ورکوونکو د پیسو درانه مالي لګښت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: "څلور ولسمشرانو ویلي وو چې دوی به دا کار [له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل] عملي کړي، او جو بایډن دا کار وکړ. امریکایی مالیه ورکوونکي نور د دې نه ختمیدونکې جګړې لپاره د ورځې ۳۰۰ میلیون ډالر نه ورکوي. موږ د نه ختمیدونکي جګړې لپاره پیسې ورکولې."

د ډیموکراټیک ګوند کاندیدې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو څخه ننګه وکړه، ددې کار په تاریخي اهمیت یې ټینګار وکړ او ویې ویل چې "په تیره یوه پیړۍ کې د لومړي ځل لپاره نن ورځ د امریکا هیڅ وګړی د نړۍ په هیڅ جنګي ډګر کې فعاله جګړه نه کوي."

دا مطلب هم ولولئ کانګرس له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه بلینکن احضار کړ

هریس ومنله چې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل سخته پریکړه وه، خو ویې ویل چې د دوو لسیزه جګړه پای ته رسېدلې چې په ترڅ کې یې د امریکایانو ژوند او د امریکا سرچینې ضایع شوي دي.

هغې له طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر تړون هم سختې نیوکې وکړې. هریس وویل، په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره د ټرمپ ادارې د لاسلیک شوي تړون له مخې د افغانستان له زندانونو ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې شول.

د ډیموکراټ ګوند کاندیدې له طالبانو سره د ټرمپ د تړون په اړه وویل: "دا یو له کمزورو تړونونو څخه وو چې تصور یې کېدای شي."

هریس زیاته کړه: "ټرمپ د افغانستان حکومت له پامه غورځولی او له یو تروریستي سازمان سره یې مستقیمې خبرې کړې دي." هریس ادعا وکړه چې کارکردګۍ او له طالبانو سره موافقې نورې ګډوډۍ ته زمینه برابره کړه.

هریس د ټرمپ پر هغې پرېکړې هم سختې نیوکې وکړې چې د طالبانو مشرانو ته یې کمپ ډیویډ ته بلنه ورکړې وه. هغې وویل: "دغه پخواني ولسمشر، د ولسمشر په توګه طالبان کمپ ډیویډ ته وبلل، هغه ځای ته چې موږ د امریکا د ډیپلوماسۍ درناوی کوو او د نړۍ معتبر مشرانو ته بلنه ورکوو." هغې زیاته کړه: "ټرمپ د متحده ایالاتو د ولسمشر د مقام ارزښت نه درک کوي."

د ټرمپ غبرګون

د هریس څرګندونو ته د ټرمپ غبرګون هم سخت و. د هریس د نیوکو په ځواب کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید له طالبانو سره په هوکړې کې د خپل رول په اړه مختلف انځور وړاندې کړ او ویې ویل چې د هریس څرګندونې سیاسي انګیزه لري.

ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې له طالبانو سره یې د تړون پرېکړه ځکه کړې چې په افغانستان کې یې د هېواد پوځیان وژل کیدل.

هغه وويل: "که تاسو هغه دورې ته پام وکړئ، طالبانو زموږ زيات شمېر سرتېري په سنایپر توپکونو وژل." ټرمپ د طالبانو د هغه وخت د مذاکراتي ټیم د مشر عبدالغني برادر سره خبرو او تلیفوني تماس ته اشاره وکړه او ویې ویل: "عبدل ته مې وویل چې نور دا کار مه کوئ. که دوام ورکړئ له ستونزو سره به مخامخ شئ."

د جمهوري غوښتونکو د ګوند نوماند وايي، چې عبدالغني برادر ترې وپوښتل، چې ولې یې د هغه د کور انځور ورته وښود؟ ما ورته وویل، عبدل، ته باید په دې خبره پوه شې."

ټرمپ له طالبانو سره د خپلې ادارې د خبرو او تړون دفاع وکړه او دا یې "ډېر ښه تړون" وباله چې له مخې یې د نوموړي په خبره، له افغانستان څخه د وتلو وړاندې په ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې هیڅ امریکایی نه دی وژل شوی. هغه ادعا وکړه، چې د ده په مشرۍ کې به امریکايي ځواکونه په چټکۍ سره، پرته له دې چې مرګ ژوبله رامنځته شي او وسلې او مهمات شاته پرېږدي، له افغانستان څخه وتلي وای.

دا مطلب هم ولولئ د مککال راپور بایډن له افغانستان څخه په ګډوډ وتلو تورن کړی؛ سپینه ماڼۍ: حقایق چاڼ شوي

ټرمپ له افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو وژل کېدو ته په اشارې سره وویل: "موږ به پوځیان له لاسه نه وای ورکړي، ډېر امریکایان به مو شاته نه وای پرېښي او ۸۵ میلیارده ډالره نوي او ښکلي پوځي تجهیزات به مو هم شاته نه وای پرې ایښي."

امریکايي چارواکو په وار وار په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو او مهماتو ارزښت د اوو میلیارد ډالرو په شاوخوا کې ښودلی، خو ټرمپ په مکرر ډول ویلي چې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

ټرمپ له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو بې نظمه وتل "د هیواد په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شیبه" وبلله چې د هغه په خبره، د پراخو جیو پولیټیکي اغیزو سره تړلې ده. ټرمپ زیاته کړه: "همدا وجه ده چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، ځکه دوی ولیدل چې هغه [هریس] او ولسمشر یې څومره کمزورې دي."

د انفلاسیون په شمول د متحده ایالاتو اقتصادي ستونزې، د جنین د سقط حق، متحده ایالاتو ته غیرقانوني مهاجرت، د روغتیا د بیمې خدمتونه، په اوکراین باندې د روسیې پوځي یرغل، په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه، نړیواله سوداګري او د اقلیم بدلون هغه نور مسایل وو چې دواړو کاندیدانو یې په اړه خپلې تګلارې وستایلې او مقابل لوری یې په دې برخو کې د پلان او پالیسۍ په نه لرلو تورن کړل.