کندهار کې یو دیني عالم نا معلومو وسله والو وژلی دی

په کندهار کې د حاجي آغا په نوم یو تن دیني عالم چې د ديني عالمانو داصلاحي شورا غړیتوب یي هم درلودی نا پيژاندو وسله والو د دوشنبې په سهار په ډ‌زو کې وژلی دی .


د کندهار دوالي ویاند جاوید فیصل وايي چي پېښه د دوشنبې په سهار د ښار په لمړۍ ناحیه کې رامنځ ته شوې ده .

جاوید فیصل وويل چې امنيتي مامورین د پېښې د عاملینو د نیول کیدو په هڅه کې دي .
بلخوا تیره شپه یو تن وسله وال چې ښځینه جامې يي په تن وي د پوليسو له خوا وژل شوی دی .

امنيتي مسئولین وايي چې وژل شوي کس له ځان سره وسله او لاسي بمونه هم لرل او غوښتل يي چې د پوليسو پر ۹ حوزو باندې برید وکړي .

د وژل شوي کس ۲ نور ملګري هم له وسلو سره یوځای د پوليسو له خوا نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پوري پدې باب رسنیوو ته کومه تبصره نده کړې .

دغه راز د خوست ولایت د امنیت امر سمنوال محمد یعقوب وایي چې نا پیژندل شویو وسلوالو د خوست ښار سره نږدې د لکڼ په سیمه کې د ۲۰ دکانونو یو کوچنی بازارتیره شپه په بمونو الوزولې دی.

پدغو دکانونو کې د نارینه او ښځو د جامو ټکر او د سینګار سامان پلورل کیدل.

تراوسه چا ددې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په سیمه کې دکانداران وایي چې دمخه ورته د نا پیژندل شوو وسلوالو له خوا ګواښونه شوي وو.