د کندهار امنیتي مقامات وايي چې یاده لار باندې تيره شپه وسله والو طالبانو ماینونه ځای پر ځای کړي او دوی يې اوس د خنثی کیدو په هڅه کې دي.
یاده لار د اروزګان لپاره یوازنی مواصلاتي لار ده چې د دغه ولایت ټولې اړتیاوې له همدې لارې څخه پوره کیږي.
د کندهار د پوليسو یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې لس ګونه وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار پر شمالي ولسوالیو نېش او شاه ولیکوټ کې پر امنيتي پوستو بریدونه وکړل او ورسره سم يې یاده لار هم د ترافیکو پرمخ وتړله.
سرچینې زیاته کړه چې وسله والو طالبانو له زابل اروزګان او ځینو نورو سیمو څخه خپل وسله وال سیمې ته د ډله ییزو بریدونو لپاره را ټول کړي.
د کندهار د پوليسو ویاند لمړي څارن ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته تائید کړه چې د اروزګان – کندهار لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې.
هغه زیاته کړه چې یاده لار باندي وسلهوالو طالبانو د شاه ولیکوټ ولسوالۍ او د اروزګان ترمنځ سیمو کې ماینونه ځای پر ځای کړي او امنیتي کسان يې اوس د لمنځه وړلو په هڅه کې دي.
دی وايي چي د ملکي خلګو د مرګ ژوبلي د مخ نیوي لپاره وسایطو ته هم د لاري د خلاصون تر وخته پوري د تګ راتګ اجازه نه ور کول کیږي.
بلي خواته تيره شپه د کندهار د نېش ولسوالۍ پر مرکز وسله والو طالبانو لوه حمله کړې چي په ترځ کې يې ۱۰ پوليس او ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
د کندهار د پوليسو ویاند ضیا درانی پدې اړه وايي چي په پېښه کې ۶ پوليس او ۲۰ تنه وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.
له تیرو ۲ اونیو راهیسی د کندهار په شمالي ولسوالیو شاه ولیکوټ، نېش او خاکریز کې نا امنیو زور اخیستی او ځايي خلګ يې اندېښمن دې چې که حکومت و یادو سیمو ته خپله پاملرنه زیاته نکړي نو دوی به له لویو ستونزو سره مخ شي.
بلي خواته د کندهار – اروزګان لويې لاري ته نږدې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د چینار او ماڼو د کلیو د هغو یرغمل شویو ۴۳ ملکي خلګو سرنوشت لاهم ندی معلوم چې وسله والو طالبانو یرغمل کړي.
وسله والو طالبانو کندهار اروزګان د لويې لاري، نېش ولسوالۍ د جګړې او د ملکي خلګو د یرغمل کیدو په اړه کومه تبصره نده کړې.