په کندهار کې یو ځل بیا د واده پر یوه موټر ماین چاودلی دی د یوې کورنۍ دوه تنه په کښي وژل شوي دي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د میوند ولسوال صالح محمد نورزي امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې تیر ماښام د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ له مرکز څخه ۲۰ کیلومیتره وړاندې د شیرعلي کاریز په سیمه کې د واده پر یوه موټر ماین وچاودیده چې له امله یې دوه تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول.
نورزي د پیښې په هکله وویل چې په یوه ټونیس موټر کې ښځې، ماشومان او نارینه سپاره وو چې د نورزي په وینا د مخالفینو لخوا پریوه تازه ښخ شوي ماین وخته او واده یې په غم بدل کړ.
نورزی وايي چي په ټپیانو کې دوه ښځې او پاته نور یې ماشومان او سړي دي چې پولیسو د درملنې لپاره د کندهار د میرویس روغتون ته انتقال شوي دي .
په افغانستان کې د سړک دغاړي ماینونه د ملکي تلفاتو په برخه کې د لوی عامل په توګه ګڼل کیږي .
تر اوسه وسلوالو طالبانو ددی پیښې په هکله تبصره نه ده کړې.