په کندهار کې په ترافيکي پېښه کې ٣٥ کسان وژل شوي دي

عزیزالله پوپل- کندهار



د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې په ترافیکي پيښه کې تر ۳۵ کسانو پورې وژل شوي دي. په دغه پېښه کې ۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چي د پېښي ځینې قربانیان د اور په لمبو کي سوځيدلي. اور د سوځېدلو کسانو پيژندنه هم ناشونې کړې خوبیا هم د پوليسو مامورین د مړو او ټپپانو د پېژندنې او له خپلوانو سره یې د تماس لټه کوي.

جنرال عبدالرازق زیاتوي چي سهار وختي څلوربجې له لښکرګاه څخه د کابل پرلور روان ۳۰۳ مسافروړونکی موټرد ملنګ کاريز په سیمه کې د زیات سرعت له کبله په سیمه کې له ولاړټیلرموټرسره لومړی ټکرکړی دی اوبیا وروسته يې اوراخیستی دی.

د صدای بهارپه نوم دترانسپورتي شرکت اړوند دغه بس موټر له هلمند څخه کابل ته د میرمنواوماشومانوپه ګډون ټول ۵۵ سپرلۍ وړلې.

جنرال عبدالرازق وايي چي دپېښې د قربانیانو د ژغورنې لپاره د کندهاراوهلمند پولیس او روغتیايي کارونکې په ګډه د مرستې په چارو بوخت وو. نوموړي زیاته کړه چي قربانیان د افغانستان دمختلفو سیمو اوسیدونکي وو.

سره له دې چې ترافیکي پېښي ترجګړې راوروسته په افغانستان کې د زیاتوکسانو د مرگ سبب گرځي، د ډیرو کارپوهانو په اند لاهم داسي اصول په عملي ډول ورته ندي وضع شوي چې ددې ستونزي مخ نیوی وکړای شي.

تیز تګ، کڼدوکپر سړکونه، په نشه روږدي موټرچلونکې، دهغوي بې خوبي، او د مسئولیت نه احساس ددغه ډول پېښو هغه عوامل دي چي زیاته ګوته ورته نيول کيږي.