جنرال رازق ووژل شو

د کندهار په پېښه کې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د دغه ولایت د امنیت مشر عبدالمومن حسین خیل وژل شوي دي.

په سیمه کې ځينو چارواکو امریکا غږ خبریال ته ویلي دي چې رازق په سخت حالت کې روغتون ته انتقال شوی و چې وروسته مړ شوی دی.

لا د پېښې څرنګوالی معلوم نه دی. جنرال رازق په جنوب کې یو مخکښ او غښتلی پوځي مشر ګڼل کېده.

په پېښه کې د کندهار د والي د ویاند عزیز احمد عزیز ټپي شوی او همدغه راز د ملي تلویزون خبریال او کیمره مین وژل سلیم جان وژل شوی دی.

د پېښي پر مهال په افغانستان کې د قاطع ماموریت عمومي قومندان جنرال مېلر، د کندهار والي او د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په ګډون د دې ولایت ګڼو ولسي مشران موجود وو.

د پېښي بشپړه جزیات تر اوسه پوري ندي روښانه.

خو د قاطع ماموریت قومندان جنرال مېلر د کندهار له ځايي مقاماتو سره تر غونډې وروسته د والي له دفتر څخه د وتلو په حال کې وو چې د ولایت مقام په شاتنی برخه کې پرلپسې ډزې وشوې.

د ولایت د مقام شاتنۍ برخه کې څرخي الوتکه ناسته کولای شي.