د کندهار والی په ډزو " ټپي" شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کندهار والي زلمی ویسا په برید کې ژوبل شوی او اوس تر درملنې لاندې دی.

د وزارت امنیتي معین اختر ابراهیمي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کندهار پېښه له کومې لفظي شخړې پرته شوې ده. هغه وویل چې والي اوس تر درملنې لاندې دی.

ښاغلي ابراهیمي وویل چې بریدګر د والي ساتونکی و.

په برید کې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او د امنیت مشر عبدالمومن ابراهیم خیل وژل شوي دي. طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

والي ویسا، د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت د ریاست مشر او یو شمیر نور چارواکي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان، آستن میلر، سره تر لیدلو وروسته د غونډې په ځاې کې تر برید لاندې راغلل.

طالب جنګیالیو ویلي چې برید د دوي یوه نفوذي کس، د ابو دجانه، ترسره کړ.

د لمړني برید سره سم، په سیمه کې د بیلابیلو وسله والو تر منځ ډزې پیل شوې او ویل کیږي پدغه لړ کې یو شمیر کسان ووژل شول.