د کندهار د دهلې بند لومړی برخه بشپړه شوه

د افغانستان د بریښنا د تولید یو ستر بند نغلو دی.

د کندهار د دهلې د بند لمړنۍ برخه بشپړه شوې، خو د دوهمې برخې لپاره ځانگړې بودجه د کندهار د بریښنا ریاست ته د بریښنا د واردولو لپاره ورکړل شوی ده.

د دهلې له بند څخه د کندهار ولایت د ۷ ولسوالیو زراعتي ځمکي خړوبیږي، خو دا بند چې د پنځه میلیونه میتره مکعبه اوبو ظرفیت لري، اوس ۴۰ فیصده رسوبات لري او یوازې شپږ میاشتې اوبه کرونده ګرو ته ورکولای شي.

د دې بند د استنادي دیوالونو لوړوالی او د ماشینرۍ نوي کیده، دوه هغه پروژې وې چې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په مالي ملاتړ غوښتل ور باندي کار وکړي.

د دهلې د بند ټول لگښت څه باندي ۳ سوه میلیونه امریکايي ډالره دی چې په ۷۱ میلیونه ډالرو یې د ماشینرۍ د نوي کیدو چارې بشپړې شوي، خو د بند د دیوالونو د ۸ میتره لوړولو کار يې لا ندی عملي شوی.

د کندهار د دریايي حوزې رئیس انجنر شیرمحمد عطايي وايي چې د پروژې د دوهمي برخي لپاره ځانګړې شوې پيسې اوس د افغانستان برېښنا شرکت ته ورکړل شوي چي پرې کندهار ته واریداتي برېښنا برابره کړي.

خو ښاغلی عطایي وایي "زموږ د هلې بند پيسې يې واخیستې د برېښنا شرکت ته يې ورکړې چي دلته برېښنا را وړي، غواړو چي د دهلې د بند دوهم فاز په هر ډول چي کیږي دغه پروژه باید بشپړه شي چي انشاالله هغه وخت به بیا بیرته ۵ میلیونه میتره مکعبه اوبه ولرو."

د دهلې پر بند د بیا رغاونې د کارونو جریان او سږکال کم اورښتونه دوه هغه عوامل دي چي کرونده ګرو د خپلو فصلونو لپاره ژر اوبو ته اړ شوي.

په روانه اونۍ کې د کندهار د بیلا بیلو ولسوالیو کرونده ګر د خپلو فصلونو لپاره د کافي اوبو له نشتون څخه شکایت کوي او وايي چې حتی په ځینو سیمو کې دا ستونزه د کرونده ګرو ترمنځ د لویو شخړو سبب ګرځيدلې.

د ډنډ ولسوالۍ مځکه وال وایي لا نن سهار هم د اوبو پر سر شخړه وه. دوی وایي د ارغنداب، پاشمول، ژړۍ، پنجوايي او نورو سیمو کرونده ګر هره ورځ د اوبو پر سر په شخړه کې دي.

دوی وایي اوس دا چي پنځه میاشتي اوبه را ایله کړي په کاسه کې اوبه کمېږي مهمه داده چي بند لوړ شي او کروندگرو ته د کاله ۱۰ میاشتي اوبه ورکړي.

ځای خلک وایي سره له دې چي افغانستان تر خپلي اړتیا هم زیاتي اوبه لري خو د بندونو او کانالونو نه موجودیت په هستۍ کې نیستمن کړی.

یوازي د جنوبي ولایاتو په سطحه ۹ اعشاریه ۳ میلیارده میتره مکعبه اوبه شته چې له ۳۰ فیصده څخه يې ګټه اخیستل کیږي او پاته ۷۰ فیصده يې له هیواده بهر ایران ته بهیږي.

په کندهار کې د لوړې، شنه نري، پنج پای او معروف ولسوالیو په ګډون ګڼ نور بندونه سروې شوي چې کولای شي په جوړیدو سره يې د اوبو د نشتون ستونزه په یو مخیزه توګه حل شي.