د میدان وردک ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د سیداباد په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو سره د جګړو له امله دکابل کندهار لویه لار له نن سهار راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمان منګل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې اوس هم د سیداباد ولسوالۍ د سلطان خیلو او شاتوري په سیمو کې جګړه روانه ده چې له امله یې د کابل کندهار لویه لار هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.
په سلګونو مسافر وړونکي بس موټر چې د کندهار په سفر له کابل څخه سهار راوتليووپه ميدان وردگو ولايت کې د پنځو ساعتونو لپاره بند پاته کیدو وروسته بیرته کابل ته ګرځيدلي دي.
خو د مسافروړنکو ترانسپورټي شرکتونو چارواکي وایي، له کندهار څخه هيڅ بس د کابل په لور نن حرکت نه دی کړی.
د احمد شاه بابا ابدالي بس ترانسپورټ یوه مسئول حاجي اغا جان امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې نن د کابل پر لور يې له کندهار څخه هیڅ موټر تګ ندی کړی.
تير ماښام وسله والو طالبانو مسافر وړونکو ترانسپورتي شرکتونو ته خبر داری ور کړی وو چې د کابل کندهار لويه لار د بريدونو لپاره تړي او ددوهم ځلي خبر تر وخته دي تگ راتگ پرې نه کوي.
د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې وسله والو طالبانو د غزني او میدان وردګو ولایت ترمنځ سیمه کې سهار څلور بجې لار د ترافیکو پرمخ تړلې وه چې امنیتي ځواکونه اوس سیمې ته رسیدلي.
ښاغلي منګل وویل "د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالی د شاه توري او سلطان خیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې له کبله د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې تر اوسه د ملي اردو له خوا د وسله والو طالبانو له چاودیدونکو توکو ډک یو موټر نیول شوی او ۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ژر به دغه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه شي".
د غزني امنیتي مقامات بیا وايې چې د دې ولایت په اړوند سیمو کې د کابل – کندهار لويې لارې ته کوم ګواښ ندی پېښ او اضافي ځواکونه د لار د امنیت لپاره له تیرو څو میاشتو راهیسې خپلې دندې مخ ته وړي.
د زابل امنيتي چارواکو هم منلې چې د وسله والو طالبانو لهخوا ترانسپورټي شرکتونو ته د گواښونوخبر دي،خو وايي چې امنیتي ځواکونه د لارې د امنیت ساتلو لپاره ځانګړي تدابیر لري.
خپله وسله والو طالبانو پدې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.