د کندهار په معروف ولسوالۍ کې چاودنې ١٢ پولیس وژلي

د کندهار په جنوب کې د معروف په ولسوالۍ کې لږ تر لږه ١٢ پولیس هغه وخت ووژل شول چې له چاودیدونکو توکیو ډک یو هوموي موټر د پولیسو له یوې تالاشئ سره ټکر کړای شو.

د معروف په ولسوالۍ باندې د طالبانو په دغه حمله کې چې تیر ماښام شوې لږ تر لږه څلور تنه ټپیان شوي هم دي.

د کندهار ولایت یو ویاند عبدالباري بریالي د رویترز اژانس ته دا پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې دغه بمي حمله د پاکستان سره په پوله د معروف په ولسوالۍ کې شوې ده.

د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې دا پیښه تیر ماښام شوې او حکومتي ځواکونه توانیدلي چې طالبان له دې ولسوالۍ نه وباسي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا ویلي دي چې طالبانو د معروف ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره نیولې وه او وروسته له هغې چې د ولسوالۍ نه یې وسلې او نور شیان ترلاسه کړل له سیمې ووتل.