د ګوزڼ وبا؛ افغانستان کې سږکال ۱۶ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي

کندهار سږکال د ګوزڼ (پوليو) د زیاتو پېښو له کبله په نړۍ کې ددې وېروس مرکز بلل کیږي.

د روان کال په ترڅ کې په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ۱۶ پېښې ثبت شوي چې ۸ یې په کندهار کې دي.

د افغانستان او پاکستان پرته، په ټوله نړۍ کې د پولیو وېروس ختم شوی دی.

په کندهار کې د امریکاغږ خبریال عزیزالله پوپل په ښوراندام سیمه کې د یوې داسې کورنۍ لیدو ته ورغلی چې ماشوم یې ګوزڼ وهلی دی.

پوپل په خپل رئپوټ کې وایې چې د پخوا په پرتله اوس مېندې او پلرونه زیاته هڅه کوي چې خپل ماشومان د ګوزڼ پر ضد واکسین کړي.

د ناامنیو له کبله په هغو سیمو کې چې د حکومت تر کنټرول لاندې نه دي څه باندې ۷۰۰۰۰۰ ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه محروم دي.

په کندهار کې د ګوزڼ وروستۍ قربانۍ دوه کلنه مدینه ده. کورنۍ یې وایې چې د مدینې راسته پښه ګوزڼ وهلې ده.

د مدینې کورنۍ وایې چې پخوا یې د ماشومانو واکسینولو ته پام نه کاوه خو اوس یې چې اولاد په ګوزڼ اخته دی، کوښښ کوي کمکيو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست په ټولنه کې د حساسیتونو له کبله د واکسین په ټیمونو کې د ښځیه مبلغینو شمېر د تېر په مقایسه زیات کړی دی.

چارواکي وایې چې دوي به په جنوبي ولایتونو کې ۱،۶ مېلیونو ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.

د مدینې کاکا لطف الله وایې چې د مدینې د ګوزڼ له وجې یې ټوله کورنۍ په "عذاب" ده.

Your browser doesn’t support HTML5

د ګوزڼ وبا؛ افغانستان کې سږکال ۱۶ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي