کین ویلیمسن د نیوزلینډ لوبډلې کپتاني پریښوده

د نیوزلینډ د کرکټ ملي لوبډلې کپتان، کین ویلیمسن په سیمه ایز وخت چارشنبه جون ۱۹ ( غبرګولي ۳۰) د دې لوبډلې د کپتانۍ پریښودو اعلان وروسته تر هغه وکړ چې وې نشو کړی د روان شل اوریز نړیوال جام سیالیو دویم پړاو ته لار ومومي.

ښاغلي ویلیمسن په لوبډلې کې د لوبغاړي په توګه د پاتې کیدو پریکړه کړې خو د ۲۰۲۴/۲۵ کالونو لپاره یې د مرکزي قرارداد غوښتنه رد کړې او پدې سره به هغه په یو ورځنیو نړیوالو او شل اوریزو لوبو کې د نیوزلینډ د لوبډلې کپتان نه وي.

دې لوبغاړي په یوې اعلامیې کې ویلي چې غواړي د اوړي په موسم کې له هیواد د باندې یو فرصت تعقیب کړي او له همدې کبله نشي کولی چې مرکزي قرارداد ومني.

هغه په اعلامیې کې دا ندي ویلي چې دا فرصت څه شی دی خو د کپتانۍ پریښودل یې پدې معنی چې دا ۳۳ کلن لوبغاړی به تر دې وروسته وکړی شي په بهرنیو سیالیو کې برخه واخلي چې پیسې پکې ښه پریمانه دي.

ټاکل شوې چې نیوزلینډ سږ کال د افغانستان، سري لانکا، هند او انګلنډ سره د ټیسټ لوبې وکړي او پدې لوبو کې به کین ویلیمسن د لوبغاړي په توګه برخه ولري.

خو هغه پدې اعلامیې کې ویلي چې د مرکزي قرارداد ردول او د کپټانۍ څخه لاس اخیستل یې دا معنی نلري چې ګواکې د نړیوال کرکټ سره یې لیوالتیا ختمه شوې.

په اعلامیې کې راغلې، " د نیوزلینډ لپاره لوبه کول داسې څه دي چې ما ته ارزښت لري".

ویلیمسن د ۲۰۲۲ کال تر پایه په ټسټ، شلو اورونو او یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د نیوزلینډ کپتان و خو د ټیسټ کپتاني یې تیز توپ اچوونکي ټیم سوتي ته وسپارله.

ویلیمسن په ۲۰۱۰ کال کې د نیوزلینډ لپاره خپله لومړۍ لوبه وکړله. هغه تر دې دمه ددې لوبډلې لپاره ۱۰۰ د ټیسټ، ۱۶۵ یو ورځنۍ نړیوالې او ۹۳ شل اوریز لوبې کړي.

نیوزلینډ د ۲۰۲۴ کال نړیوال شل اوریز جام کې په څلورو لوبو کې یوازې ۲ وګټلې او پدې سره یې ونشو کړی چې د اتو غوره لوبډلو یا سوپر – ۸ مرحلې ته لار پیدا کړي.