د امریکا د کنساز په ایالت کې څلور کسان وژل شوي

برید د نڅا په کلب شوی او څلور کسان پکې وژل شویدي.

د امریکا د کنساز په ایالت کې دوو وسله والو په خلکو ډزې کړي، څلور تنه یې وژلي او پنځه نور یې ټپي کړیدي.

د کنساز پولیس وایي پیښه د یکشنبې په ورځ اوکتوبر ٦ په محلي وخت د شپې په یوه بجه او ٢٧ دقیقو د "تکیلا کی سي" په میخانه کې شوې ده.

پولیس وایي د نڅا په دې کلب کې په خلکو باندې د ډزو وروسته بریدگر تښتیدلی دی او د هغې د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د کنساز سیټي پولیسو ویاند تامس توماسک رسنیو ته ویلي چې تر اوسه ددې پیښې انگیزه نده معلومه.

پولیسو د پیښې په ځای کې مرمۍ پیدا کړي چې معمولاً د ښکار کولو لپاره په کاریږي، خو د پولیسو سره د برید کوونکو په هکله معلومات نشته. پولیس د ښار په شاوخوا کې امنیتي کمرې ګوري چې د بریدگرو په هکله معلومات تر لاسه کړي.

د پولیسو په وینا ددې پیښې قربانیان ټول نارینه او د لاتینې امریکا د هیوادونو اوسیدونکي دي. زخمیان روغتون ته انتقال شوي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.

د کنساز سیټي یو اوسیدونکي هوان رامیرز، چې وراره یې په پیښه کې وژل شوی د کنساز سیټي سټار ورځپاڼې ته ویلي چې ډزې له لفظي شخړې وروسته وشوې.

په امریکا کې وسله وال تاوتریخوالی پدې هیواد کې په جدي سیاسي بحث بدل شوی او تمه ده چې د راتلونکي کال د جمهوري ریاست د نوماندانو ترمنځ د انتخاباتي مناظرو عمده مسله وي.