د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر وايي چې "په کندهار کې د نارینه وو له لوري" د افغان نجونو په کار او تعلیم بندیز به افغانستان له اینده څخه محروم کړي.
مېرمن ډېکر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر یو شمېر طالب مشرانو د وېزې وروستیو محدودیتونو ته په اشارې سره د یکشنبې په ورځ فبرورۍ پنځمه (سلواغې ۱۶) ټویټ کړی چې، طالبان د بانکي سکتور د ښه کولو لپاره هیڅ هم نه کوي خو له ښوونځیو د نجونو او په نادولتي او نړیوالو موسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي لپاره هر څه کوي.
د ټویټ په یوې برخې کې لیکل شوي دي چې له بشري خدمتونو څخه د ښځو په لېرې کولو او د نجونو د ښوونځیو په بندولو سره، په کندهار کې «نارینه د هېواد اینده» له پامه غورځوي. دې مشخص د کوم طالب مشر نوم نه دی اخیستی، خو په کندهار کې د طالبانو د غورځنګ مشر ملا هبت الله او د هغه نژدې کسان هلته دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل.
په دې بندیزونو کې د طالبانو یو شمېر اوسني او پخواني غړي، د نادولتي امنیتي ډلو غړي او نور هغه کسان چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسوول یا په کې دخیل دي، شامل دي.
By cutting women out of humanitarian service and shutting girls out of schools, men in Kandahar are denying the whole country food and a future. We have no choice but to respond.
— Chargé d’Affaires Karen Decker (@USAmbKabul) February 4, 2023
د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د سیاسي چارو کارپوه عبدالرشید ایوبي پدې باور دی چې د طالبانو اوسنۍ تګلارې "د اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې دي."
په عین وخت کې، د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویسټ سویس ته د سفر په ترڅ کې د کډوالۍ او روغتیا نړیوال سازمان او یو شمېر نورو مرسته کوونکو بنسټونو له استازو سره لیدلي او ویلي یې دي چې د طالبانو سیاستونه په دغه هیواد کې د مرستې رسونې بهیر کمزوری کوي.
ویسټ د یکشنبې په ورځ فبرورۍ پنځمه (سلواغې ۱۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو سیاستونو په اړه خبرې کړي او د هغه په خبره، هغوی دې پایلې ته رسېدلي چې دغه سیاستونه په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته د مرستې رسولو بهیر ګواښي.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې افغانستان له یوه بېساري بشري بحران سره مخ دی او د دغه هیواد ۱۷ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو په وینا په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به ۲۸.۲ میلیون افغانان د (افغانستان دوه پر درېیمه برخه نفوس) د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري، ځکه چې دغه هیواد څو کلنۍ وچکالۍ او د دوو کلونو راپدېخوا له اقتصادي زوال سره مخ دی.