کرزی نن شپه افغان ولس ته خپله وروستۍ وینا اوروي

جمور رئیس کرزی او منتخب جمهورریس احمدزی (ارشیف)

ټاکل شوې چې جمهور رئیس حامد کرزی به نن شپه اته بجې د خپل دیارلس کلنۍ واکمنۍ په وروستۍ شپه افغان ولس ته د افغانستان د جمهورریس په حیث خپله وروستۍ وینا واوروي.

تراوسه ددغې وینا د محتویاتو په باب څه نه دي ویل شوي خو د جمهور رئیس حامد کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي امریکا غږ ته وویل چې دا وینا به د تولو هغو ملي او نړیوالو رسنیو له لارې د شپې په اتو بجو په یو وخت خپره شي چې افغانستان ته خپرونې کوي.

ټاکل شوې چې جمهور رئیس حامد کرزی به د دوشنبې په ورځ د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې واک د افغانستان نوي منتخب جمهورریس ته وسپاري.

د افغانستان د نوي جمهور رئیس د لوړې مراسمود ترتیباتو لپاره د ګمارل شوي کمیسیون چارواکي وايي چې منتخب جمهور رئیس اشرف غني احمدزی به د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې ورته نژدې ۱۴۰۰ کورني او بهرني مېلمانه راغوښتل شوي، لوړه وکړي.

دا کمیسیون تمه لري چې تر دوو سوو پورې د بهرنیو هیوادونو د حکومتونو استازي به په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د لوړې د مراسمو دې غونډې ته به حامد کرزی ،اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدلله ویناوې وکړي.

د عبدالله عبدالله د ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا وایي چې د نوي منتخب جمهور رئیس له خوا د لوړې د پورته کولو وروسته به سبا ته عبدالله عبدالله هم د اجرائیوي ریس په توګه لوړه پورته کړي.

ښاغلي اوریا وویل سبا ته نوی ولسمشر د یو لړ شاندارو مراسمو په لړ کې جمهوري ریاست په مانۍ کې لوړه وکړي او بیا به عبدالله عبدالله د ملي یووالي د حکومت د اجرائیوي ریس په توګه لوړه وکړي.

د افغانستان په اوږد تاریخ کې د لومړی ځل دی چې یو منتخب جمهور رئیس بل منتخب جمهور رئیس ته په سوله ایزه توګه واک سپاري.

د نوي جمهور رئیس د لوړې د پورته کولو د مراسمو له امله د دوشنبې ورځ په کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.