پاکستان له کشمیریانو سره د یووالي په څرگندولو اختر ولمانځو

په هندي کشمېر کې په هندي کشمېر کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د هند حکومت د تېرې یک شنبې په ورځ په سیمه کې سخت محدودیتونه ولګول، مخابراتي شبکې یې وشلولې او درې سوه سیاسي مشران او فعالان یې ونیول. اوس وضعیت ښه دی خو وېره خوره ده.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې له اتو ورځو گرځ بندیز وروسته نن دوشنبې عسکرو ځایي خلکو ته اجازه ورکړه چې د اختر د لمونځ د ادا کولو لپاره جوماتونو ته ولاړ شي. خو ځیني مسلمانان وایي چې لویو جوماتونو ته یې د تگ لارې بندې وې.

په هندي کشمیر کې له ترينګلتیا سره سره د هند حکومت وړمه ورځ د کشمیر د سرینګر په ځینو برخو کې پر تګ راتګ محدودیت کم کړ او خلک د اختر لپاره سودا اخیستو لپاره بازارونو ته راوتلي و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کشمیر سره د ملاتړ د څرگندولو په هدف نن د پاکستان تر واک لاندې کشمیر مرکز مظفراباد په یوه جومات کې د اختر لمونځ ادا کړ. قریشي پاکستاني کشمیریانو ته ډاډ ورکړ چې په گډه به مبارزې ته دوام ورکوي.

په اتمي وسلو سمبالو دواړو هیوادونو هند او پاکستان دیپلوماتکیو هلې ځلې هم پیل کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سب رحمانیم جې شنکر نن دوشنبې په بیجنگ کې خپل چینایي سیال سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا خبرې وکړې. جې شنکر په داسې حال کې چین ته په درې ورځني سفر تللی چې تیره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیجنگ ته تللی و او .

د اګست پر پېنځمه د هند حکومت د کشمیر په اړه د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده لغوه کړه. دغه ماده کشمیر ته د دفاعي، بهرنیو او مالي چارو او مواصلاتو پرته په نورو ټولو چارو کې د خپلواکۍ حق ورکړی وو.

د تیرې یکشنبې په ورځ د هند صدراعظم نریندرا مودي د جمو او کشمیر خلکو ته ډاډ ورکړ چې په کرار به حالات بیرته عادي شي.